د ژمي له را رسېدو او د هوا له سړېدو سره هممهاله په هرات ښار کې د صندلۍ بازار تود شوی.
صندلي چې د ژمي پر مهال د ځان او کوټې د تودولو برخه کې د هراتیانو له پخوانیو وسیلو ده، اوس هم د ډېرو کورنیو لپاره د ژمي په سړه هوا کې مهم ارزښت لري.
صندلي جوړونکي نجاران وایي، د صندلي جوړول د دوی له پخوانیو کسبونو دی او لا هم په دودیزو طریقو تولیدېږي، خو د لرګیو بیو لوړوالي له ستونزو سره مخ کړي دي.
د صندلیو جوړونکی ترکاڼ ذبیح الله وايي: « سږ کال د لګیو قېمته کېدو او دغه راز د برېښنا پرچاوۍ د ډېرېدو له امله، د صندلیو پېر او پلور زیات شوی.»
یو بل ترکاڼ علي احمد وايي: « زه په لس کلنۍ کې د صندلي جوړولو دې کوڅې ته راغلی یم او اوس مې عمر ۳۰ کاله دی؛ یعنې شل کاله کېږي چې په دې کار بوخت یم. ښه والی یې دا دی چې د کورنۍ غړي په یوه ځای راټولېږي او بنډار کوي.»
ترکاڼ فرزاد وايي: « د ژمي په راسېدو سره د صندلیو کار ښه شوی، ډېر خلک یې اخلي.»
بله خوا، د هرات اوسېدونکي د صندلیو تعریف کوي او وایي، صندلي نه یوازې د کورونو د تودولو وسیله ده بلکې د کورنۍ د غړیو راټولېدو، خبرو او ګډ وخت تېرولو لپاره هم ځانګړی ځای لري.
د هرات اوسېدونکی غلام رسول وايي: « دېرش کاله کېږي چې موږ له دې صندلیو ګټه اخلو. موږ په کې له لرګیو او ذغالو کار اخلو.»
د هرات یو بل اوسېدونکی اسحاق وايي: « صندلي ښه شی دی، د کورنۍ ټول غړي ترې چارچاپېره کېني، هم په لږ مصرف ځان ګرموي، هم خبرې کوي.»
دا په داسي حال کې ده چې هرات کې هر کال د هوا په سړېدو سره د برېښنا پرچاوي هم زیاتېږي او خلک له سړو څخه د ځان ساتلو په موخه له صندلۍ ګټه اخلي.