Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د غزني لرې پرتو سیمو خلک د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري

د غزني لرې پرتو سیمو خلک د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/16

غزنی یو له هغو ولایتونو دی چې له تېرو  ۲ لسیزو راهیسې د نورو ولایتونو په پرتله د پراختیایي پروژ د عملي کولو په برخه کې ورته لږه پاملرنه شوې.

که څه هم د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په ټول هېواد کې پراختیایي پروژې په چټکۍ سره عملي کیږي، خو د دې ولایت ناوه ولسوالي چې له غزني ښاره شاوخوا ۱۷۰ کیلومټره واټن لري، د اوبو له سخت کمښت سره مخ ده او اوسېدونکي یې پاکو اوبو ته لاسرسي نه لرلو شکایت کوي.

قومي مشر دلاور ترکی وايي: « زموږ کلي د اوبو نه شتون له مشکل سره مخ دي او په ټوله سیمه کې د څښاک اوبه نه پیدا کېږي. زموږ په سیمه کې د اوبو ۳ ژورې برمې دي چې د هغو اوبه هم د څښاک لپاره مناسبې نه دي. زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته د پاکو اوبو زمینه برابره شي. په ځانګړې توګه د ژمي او ورښتونو پرمهال د اوبو له سختو ستونزو سره مخ یو.»

د فیض اباد، نواب خېل، سلام خېل او انګړ کليو اوسېدونکي وایي، په  دې کلیو کې د پاکو اوبو څاه ګان شته، خو اوبه یې تروې دي. د دوی په خبره، هره  ورځ څو کیلومټره مزل کوي، ترڅو د څښاک پاکې اوبه د مرکبونو یا زرنج وسایطو په واسطه خپلو کورونو ته راوړي.

د سیمې یوتن اوسېدونکی وايي: « دلته د اوبو کچه ۱۵۰ متره ژوره ده او هغه اوبه هم ډېرې خرابې دي. ډاکټران وايي، زموږ ګڼو کسانو ته د اوبو له امله ناروغۍ ور پیدا شوې دي.»

د سیمې یو بل اوسېدونکی وايي: « موږ په ټول کلي کې اوبه نه لرو، دا یوه د مسجد څاه ده چې یوازې څو بوشکې اوبه ورکوي او بیا وچېږي. موږ له څلور کیلومټره لرې ځایه اوبه راوړو.»

د دې سیمې د خلکو په خبره، د پاکو اوبو نه شتون له امله ځینې ناروغۍ خپرې شوې او کله چې ډاکټرانو ته مراجعه کوي، د ناروغیو اصلي لامل یې ناپاکې اوبه بولي.

قومي مشر دلاور ترکی وايي: « د چټلو اوبو له امله ناروغۍ زیاتې شوې دي. موږ غوښتنه کوو چې ژر ترژه زموږ د اوبو غم وخوړل شي.»

بله خوا، د غزني د کلیو او پراختیا رییس هم دا ستونزه مني او وایي، له نورو کلیو سربېره یاد کلي د اوبو له شدید کمښت سره مخ دي او په خبره یې، په پلان کې لري چې له هرې ممکنې لارې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د غزني د کلیو او پراختیا رییس مولوي محمد قاسم امیني وايي: « موږ له دې ستونزې خبر یو او پوهېږو چې د غزني اکثریت سیمې د اوبو ستونزه لري. دا سیمه زموږ په لېست کې ده او هڅه کوو د اوبو لپاره یې ترتیب جوړ کړو.»

د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي داسې مهال پاکو اوبو ته د لاسرسي له نه لرلو شکایت کوي چې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې د څښاک پاکو اوبو شاوخوا ۸۵ شبکې فعالې شوې دي چې د اټکل له مخې، شاوخوا ۱۵۰ زره کسانو ته به د څښاک پاکو اوبو لاسرسی برابر کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist