Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان او امریکا خصوصي سکټورونو پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې

د افغانستان او امریکا خصوصي سکټورونو پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/16

د افغانستان او امریکا د خصوصي سکټورونو مسوولینو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه، مزارشریف کې خبرې کړې.

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، په دې ناسته کې د افغانستان او امریکا ګډې سوداګرۍ خونې له مسوولینو سره د چابهار بندر پر وړاندې د امریکا له لوري د وضع شویو تحریمونو د لرې کولو، افغان سوداګرو ته د بانکي اسانتیاوو برابرولو، د سوداګرۍ پراختیا او ګډو اقتصادي همکاریو پر څرنګوالي بحثونه شوي.

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست هارون رشید وايي: « زموږ د بحث مهمه موضوع پر چابهار بندر د بندیزونو لرې کول وو، ترڅو د دوی په همکارۍ وکولی شو د امریکا حکومت دېته قانع کړو چې له چابهار بندر څخه بندیزونه د تل لپاره لرې کړي. همدارنګه په چابهار بندر کې د نورو سهولتونو رامنځته کول هم د بحث موضوع وه.»

د دوی په وینا، امریکايي پلاوي ډاډ  ورکړی چې د شته ستونزو د حل لپاره به هڅې وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي.

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست په دې اړه وايي: « په فبرورۍ میاشت کې د عربي متحده اماراتو په دوبۍ ښار کې یو کنفرانس را بلل شوی چې په کې به نړیوال بانکونه او د افغانستان خصوصي بانکونه ګډون کوي. په دې کنفرانس کې به هڅه وشي چې د افغانستان همغږي کوونکي بانکونه ډېر شي. همدارنګه د امریکا خصوصي سکټور ته بلنه ورکړل شوه چې راشي او د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.»

په همدې حال کې یو شمېر افغان سوداګر دغه لیدنې د اقتصادي پرمختګ لپاره اغېزناکې بولي او زیاتوي چې که سوداګرو ته بانکي اسانتیاوو برابرې شي، کولی شي له نړیوالو بازارونو سره سوداګریزې اړیکې ټینګې کړي.

افغان سوداګر مصطفی مومند وايي: « موږ کولی شو د یوه خپلواک هېواد په توګه له هر هېواد سره سوداګري وکړو؛ موږ اوس په یوه هېواد پورې تړلي نه یو.»

افغان سوداګر عصمت الله اسحاقزی وايي: « افغانستان د ډېرو هېوادونو د اتصال کړۍ ده او له همدې امله د افغانستان ثبات د منطقې ثبات دی. اوس چې د کاروبار، تجارت او پانګونې لپاره کومې زمینې برابرې دي، نړۍ ته په کار ده چې له دغو فرصتونو ګټه واخلي.»

بله خوا، اقتصادي کارپوهان وایي، د نړیوالو بانکي اسانتیاوو رامنځته کېدل او د ټرانزیټي محدودیتونو کمېدل کولی شي د افغانستان صادراتو او وارداتو ته نوې  لارې پرانیزي.

دوی ټینګار کوي چې که شوې ژمنې عملي شي، د افغان سوداګرو لپاره د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « د امریکا له متحده ایالتونو سره د سټراټيژيکو اړیکو لرل د افغانستان په ګټه دي. دا چې افغانستان لا هم تر اقتصادي بندیزونو لاندې دی او بانکي محدودیتونه لري، د افغانستان خصوصي سکټور باید هڅه وکړي چې د امریکا د خصوصي سکټور په ملتیا دغه محدودیتونه او خنډونه لرې کړي.»
د اقتصادي چارو شنونکی امیدالله قاسم زی وايي: « که افغانستان له سیاسي او اقتصادي ثبات برخمن شي، کولی شي منځنۍ او جنوبي آسیا هم له سیاسي او اقتصادي ثبات برخمنه شي. له همدې امله دا هېوادونه هڅه کوي پر افغانستان لګول شي بندیزونه لرې کړي او افغانستان د نړۍ له سوداګرۍ سره ونښلوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو را وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغان- امریکا ګډې سوداګریزې خونې پلاوی بلخ ته سفر کوي او د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام سربېره، د چابهار بندر او بانکي تحریمونو  په له منځه وړلو خبرې کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist