د استخباراتو لوی ریاست مرستیال یو شمیر کورنیو او بهرنیو کړیو ګوته نیسي او وايي، دا کړۍ هڅه کوي چې په افغانستان کې ستونزې او ننګونې رامنځته کړي.
تاجمیر جواد چې جامعه مصاح العلوم په نوم له یوې دینې مدرسې څخه د یو شمیر طالبانو د فراغت غونډې ته وینا کوله، که څه هم د دغو کړیو په اړه یې جزئیات نه دي وړاندې کړي، خو وايي دوی نه غواړي، افغانان د اسلامي نظام تر چتر لاندې د عدالت، امنیت او سوکالۍ ژوند ولري.
ملا تاجمیر جواد زیاته کړې: « ځینې داخلي او خارجي کړیو په افغانستان کې د اسلامي او شرعي نظام تر چتر لاندې راغلی عدالت، امنیت او د سوکالۍ په لوري ګړندي ګامونه پر افغانانو نه لورېږي. دوی هڅه کوي چې د مختلفو بهانو پر بنسټ، افغانستان ته ستونزې او مشکلات جوړ کړي.»
د استخباراتو دغه لوړ پوړی چارواکی د سيمهييز امنيت او ثبات لپاره د اسلامي امارت پر ژمنتيا ټينګار کوي او وايي، حکومت په هېڅ صورت د جګړې پلوی نه دی، خو په خبره يې که جګړه پرې وتپل شي، نو له خاورې او نظام څخه دفاع کوي او اوسنۍ محاسبې به برعکس ثابتې کړي.
د استخباراتو لوی ریاست مرستیال وايي: « موږ سیمه ییز ثبات او امنیت ته د سلامي شریعت او لارښونو او دغه راز د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یو. موږ جګړه نه غواړو، خو که جګړه پر موږ تحمیل شي، د خپل اسلامي شرعي نظام او خپلې خاورې د دفاع په لاره کې به داسې وړتیاوې وښیو چې اوسنۍ ټولې محاسبې به ناسمې ثباتې کړي او جنګ غوښتونکي به په خپل ژوند کې له سخت پښېمانۍ سره مخ شي.»
د پوځي چارو شنونکي باوري دي چې په اوسنيو حساسو شرايطو کې حکومت د ځينو کړيو له لوري د جوړو شویو دسيسو په شنډولو کې بريالی دی او غوښتنه کوي چې په دې برخه کې دې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
د پوځي چارو شنونکی یحیی چاووش وايي: « په اوسنیو شرایطو کې وینو چې د افغانستان خلک تل متحد دي او هغه ګامونه چې اسلامي امارت د پاکستان د تېري پر وړاندې پورته کړي، خلکو ترې بشپړ ملاتړ وکړ، دغه ګامونه باید نور هم کوټلي پورته شي. افغانستان حق لري چې پاکستان کې ترهګریز مرکزونه له منځه یوسي، دا که په هره لاره وي.»
له دې وړاندې حکومت ويلي چې يو شمېر هغه عناصر چې په افغانستان کې بريدونه کول غواړي، له ډيورنډ کرښې پورې غاړه د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمو کې فعال حضور او مرکزونه لري او په دې اړه د اسلامي امارت له خوا شواهد هم وړاندې شوي دي.
د اسلامي امارت چارواکو له پاکستان څخه غوښتي دي چې دا ډلې دې یا له خپلې خاورې وشړي او یا دې یې هم اسلامي امارت ته وسپاري.