Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا د افغانستان چورلکې پېرو ته ورکړې

امریکا د افغانستان چورلکې پېرو ته ورکړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/15

د (SA Defensa) په نوم د نړیوالو دفاعي موضوعاتو څارونکې رسنۍ د راپور پر بنسټ، امریکا هغه بلک هاوک چورلکې چې په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې ځينو ګاونډيو هېوادونو ته وړل شوې وې، پېرو هېواد ته ورکړې دي.

د یادې رسنۍ په راپور کې که څه هم د دې چورلکو د کره شمېر په اړه څه نه‌ دي ویل شوي، خو لیکل شوي چې دا چورلکې موده وړاندې کولمبیا ته وړل شوې وې او اوس له دې هېواده څخه پېرو ته لېږدول شوې دي.

راپور کې دغه راز راغلي: « متحده ایالاتو پېرو ته د هغو بلک هاوک هلیکوپټرو دویمه جوپه وسپاره چې پخوا د افغانستان حکومت له ځواکونو سره وې. له دې مخکې دغه چورلکې په ۲۰۲۲ کال کولمبیا ته لېږدول شوې وې چې اوس له دې هېواده پېرو ته ورکړل شوې.»

د راپورونو په اساس، د امریکا دفاع وزارت له دې وړاندې ګاونډيو هېوادونو ته د افغانستان وړل شویو چورلکو له ډلې ۷ باله بلک هاوک چورلکې چې د دوی په باور د الوتنې لپاره مناسبې وې، له اوزبېکستان څخه کولمبيا ته لېږدولې وې.

که څه هم اسلامي امارت د امریکا دې کار ته تازه څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې څو ځله له ازبېکستان او تاجيکستان څخه د دې چورلکو د بېرته سپارلو غوښتنه کړې.

د پوځي چارو یو شمېر شنونکي له افغانستان سره د امریکا پر نظامي ژبه او چلن نیوکه کوي. د دوی په خبره، په تېر کې را وړل شوي ټول نظامي وسایل او وسایط د افغانستان حق دی او هېڅ هېواد یې ترې د اخیستلو حق نه ‌لري.

د پوځي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « هر هغه نظامي وسایط، سپکې او درنې وسلې، الوتکې او نور هرڅه چې له اشغالګرو څخه پاتې دي، دا د افغانستان حق دی. دلته یوازې امریکا نه بلکې ۴۸ هېوادونه وو او له ټولو څخه وسلې او وسایط پاتې شول. امریکا افغانستان ته ټولې راوړې وسلې او تجهیزات د ناټو او نړۍ پر نورو هېوادونو محاسبه کړي او پیسې یې اخیستې دي. دوی اوس حق نه لري چې دا وسلې بېرته واخلي.»

امريکا د افغانستان ځينې هغه چورلکې چې اوکراين ته د ترميم لپاره وړل شوې وې هم، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو او په اوکرايين کې د جګړې له پيل سره سم، دغه هېواد ته ورکړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist