داس اې ډیفینسا په نوم د نړیوالو دفاعي موضوعاتو څارونکې رسنۍ د راپور پربنسټ امریکا متحده ایالاتو هغه بلک هاک (UH-60A) چورلکې چې په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې ځينو ګاونډيو هېوادونو ته بېول شوې وې پیرو ته ورکړې دي.
په راپور کې که څه هم د دغو چورلکو د کره شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي خو لیکل شوي چې دغه چورلکې موده وړاندې کولمبیا ته وړل شوې وې او دامهال له دغه هېواده پیرو ته لېږدول شوې دي.
د ډیفینسا په راپور کې راغلي: « امریکا متحده ایالاتو پيرو ته د هغو بلک هاک هلیکوپترو (UH-60A+) دویمه جوپه وسپارله چې پخوا د افغانستان حکومت له ځواکونو سره وې. له دې مخکې دغه چورلکې په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې کولمبیا ته ورکړل شوې وې چې اوس له دغه هېواده پیرو ته لېږدول شوې دي.»
د راپورونو پر بنسټ د امریکا دفاع وزارت له دې وړاندې ګاونډيو هېوادونو ته د افغانستان بېول شویو چورلکو اووه بلک هاک چورلکې چې د دوی په باور د الوتنې لپاره مناسبې وې له اوزبېکستان څخه کولمبيا ته لېږدولې وې.
که څه هم اسلامي امارت د امریکا دغه اقدام ته تازه غبرګون نهدی ښودلی خو له دې وړاندې یې څو ځله له اوزبیکستان او تاجیکستان څخه د دغو چورلکو د بېرته سپارلو غوښتنه کړې.
د پوځي چارو ځینې شنونکي له افغانستان سره د امریکا پر نظامي ژبه او چلن نیوکه کوي. د دوی په خبره په تېر کې راوړل شوي ټول نظامي وسایل او وسایط د افغانستان حق دی او هیڅ هېواد یې ترې د اخیستلو حق نه لري.
د پوځي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « هر هغه نظامي وسلې، وسایط، زرهدار ټانکونه، توپونه، چورلکې، الوتکې او رادار څه شی چې له اشغاله څخه پاتې دي د افغانستان بیت المال او اردو یوه برخه ده، په افغانستان کې تقریبا ۴۸ هېوادونه وو او دغه نظامي وسلې یوازې د امریکا نه وې، نورو هېوادونو له لوري هم پیسې ورکړل شوې دي، امریکا خپلې وسلې همدغو هېوادونو ته چې ورسره په ناټو کې وو، هغوی باندې محاسبه کړې ده او د هغوی له ادرسه پیسې اخېستل شوې دي او بیا دغه وسلې د افغانستان اردو ته ورکړل شوې دي.
امريکا د افغانستان ځينې هغه چورلکې چې اوکراين ته د ترميم لپاره وړل شوې وې هم د اسلامي امارت بیا واکمنېدو او په اوکراين کې د جګړې له پيل سره ياد هېواد ته ورکړې.