Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دیني علماوو، سیاستوالو او قومي مشرانو هرات کې د امنیتي ځواکونو او هېواد د دفاع ننګه وکړه

دیني علماوو، سیاستوالو او قومي مشرانو هرات کې د امنیتي ځواکونو او هېواد د دفاع ننګه وکړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/11

د هېواد لوېدیځ زون دیني عالمانو، سیاستوالو، قومي مشرانو او مخورو د بهر مېشتو سیاستوالو، سوداګرو او پانګوالو د بېرته رابللو په موخه، د اسلامي امارت د مشرتابه د عمومي بښنې فرمان او د پاکستان په وړاندې د اسلامي امارت له دریځه خپل ملاتړ اعلان کړ.

دوی چهارشنبه هرات کې د یوې غونډې پرمهال وویل، پاکستان د افغانستان له تاریخ خبر نه دی، د ګاونډیتوب او نړیوالو اصولو په خلاف د افغانستان پر خاوره بریدونه کوي او دوی په هره ډول حالاتو کې د افغان ځواکونو ترڅنګ، له هېواد څخه د دفاع لپاره ولاړ دي.

پخوانی مجاهد وکیل احمد وايي: « یوه ورځ د پاکستان دفاع وزیر موږ ته ګواښونه کوي بله ورځ د نواز شریف لرو. هېڅ معلومه نه ده چې دغو خلکو زموږ د قهرمان ملت تاریخ لوستی دی کنه.»

د جمهوري حکومت د ولسي جرګې غړی خلیل احمد شهیدزاده وايي: « نن د دې وخت چې موږ ټول په هېواد کې د امنیت ساتلو او له بهرنۍ مداخلې څخه د هېواد ژغورلو په موخه، د خبرو اترو او تفاهم له لارې خپلې ستونزې هوارې کړو.»

د جمهوري حکومت پرمهال د هرات ولایتي شورا غړی غلام حبیب هاشمي وايي: « د پاکستان مداخله او د فشارونو راوړل د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف دي. دوی تل د نړیوالو اصولو خلاف پر افغانستان بریدونه کړي او دا د افغانستان د خلکو لپاره د منلو نه ده. موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د پاکستان د دښمنانه چلن مخه ونیسي.»

په هرات کې د لوېدیځ زون دیني عالمانو، سیاستوالو او قومي مشرانو د  بښنې له فرمان څخه دا ملاتړ داسې مهال کړی چې په هېواد له بیا واکمنیدو وروسته د اسلامي امارت مشرتابه خپلو ټولو ادارو، چارواکو او ځواکونو ته امر وکړ چې دا فرمان په بشپړ ډول پلی کړي.

په فرمان کې دوی ته دا سپارښتنه هم شوې چې د پخواني نظام هر چارواکی چې په هره کچه وي او هېواد ته راستون شي، کولی شي د نورو عامو افغانانو ترڅنګ ډاډمن او عادي ژوند وکړي.

په همدې حال کې د لوېدیځ زون دیني عالمانو، سیاستوالو او مخورو وویل، په هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې او اوس د دې وخت دی چې افغانان په پشپړ اتحاد او یوالي سره د هېواد په بیارغونه کې برخه واخلي.

دیني عالم محمد سرور رسولي وايي: « زه له ټولو غواړم چې خپل هېواد ته راشي او دلته په عزت ژوند وکړي.»

د پوهنتون استاد سید احمد قتالي وايي: « نور باید زموږ هېواد د اختلافونو او جګړو خواته لاړ نه شي، باید پر خپل ملت ترحم وکړو ترمنځ د باور فضا پراخه کړو.»

په ورته وخت کې چارواکي ډاډ ورکوي چې په هېواد کې امنیت ټینګ شوی او ټولو افغانانو ته د آرام ژوند تېرولو شرایط برابر شوي دي.

دوی له بهر مېشتو افغانانو وغوښتل چې د اسلامي امارت د مشرتابه د عمومي بښنې فرمان له مخې خپل هېواد ته راستانه شي.

د افغانستان د سولې او دعوت مسوول محمد زبیر مبشر وايي: « د امیرالمؤمنین له خوا د پخواني حکومت ټول چارواکي او سیاستوالو ته بښنه شوې؛ که دا بښنه نه وای شوې، موږ به بیا جګړو ته مخه کوله.»

په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د اسلامي امارت مشرتابه د بښنې فرمان په صادرولو او پلې کولو سره د لوېدیځې نړۍ هغه تبلیغات بې بنیاده ثابت کړل چې ویل یې، د اسلامي امارت په راتګ سره د پخوانۍ ادارې چارواکو ژوند او ازادۍ ته ګواښ متوجه دی.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، له دې فرمان څخه په ګټه اخیستنې زیات شمېر بهر مېشت افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.   

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist