کابل کې یوځل بیا ۱۴۰ ځوانانو د زیانمنو ډلو د فني او حرفوي زده کړو له مرکز څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وایي، دغو کسانو د خیاطۍ، ودانیو برېښنا غځونې، فلزکارۍ او نل غځولو په برخو کې شپږ میاشتنۍ فني او حرفوي زده کړې ترلاسه کړې دي چې په مرسته یې کولی شي کوچني کاروبارونه او د اقتصادي ملاتړ لپاره فرصتونه رامنځته کړي.
د کار او ټولنیزو چار وزارت د کار چارو معين محمد زاهد احمدزی وايي: « نن موږ د کابل ښار د فني او حرفوي زده کړو له مرکز څخه د ۱۴۰ تنو ځوانانو په فراغت غونډه کې ګډون لرو. دغه ځوانان بریالي شول چې په یوه ټاکلې موده کې په څلور حرفو لکه برېښنا، خیاطۍ، فلزکارۍ او نل دوانۍ برخو کې عملي او نظري زده کړې وکړي.»
نوموړی همدا راز د بې روزګارۍ کچې کمولو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو ډاډ هم ورکوي او په خبره يې، په همدې موخه یو شمېر ولایتونو کې د مسلکي زده کړو پروګرامونو پرتطبيق سربېره، د کارموندنې پروګرامونه هم پیل شوي او د پراختيا په حال کې دي.
د کار او ټولنیزو چار وزارت د کار چارو معين زیاتوي: « د کار او ټولنیزو چارو وزارت خپلو مسوولیتونو ته په کتو لازمې او پراخې هڅې کوي چې په هېواد د شته بېکارۍ کچه چې ګڼ عوامل لري، راټیټه او هېوادوالو ته لازم فرصتونه برابر کړي. د دې پروګرام یوه برخه د فني او حرفوي زده کړو مرکزونو له لارې په شرایطو برابر ځوانانو، بېرته راستنېدونکو کډوالو، معلولینو او کوچیانو ته په مختلفو برخو کې د کار بازار ته په کتو د زده کړو ورکول دي چې پایله یې ښه ده او له دې لارې هر کال زرګونه ځوانان د کار بازار کې د ماهرو مسلکي کارګرو په توګه شاملېږي.»
بله خوا، تازه فارغ شوي کسان هم د مسلکي زده کړو د یادې شپږ میاشتنۍ دورې بشپړولو له امله د خوښۍ ترڅنګ، له حکومت او اړوند ادارو د کاري فرصتونو رامنځته کولو غوښتنه کوي.
له فني او حرفوي زده کړو فارغ حمیدالله سهاک وايي: « زه د نل دوانۍ له څانګې فارغ شوم. شپږ میاشتې مې په دې برخه کې زده کړې وکړې او نن فارغ شوم.»
د فني زده کړو فارغ محمداقبال صدیقي وايي: « ما وکولی شول خپله مسلکي په اساسي توګه زده کړم، اوس کولی شم ځان او کورنۍ ته عاید ترلاسه کړم.»
له فني زده کړو فارغ محمد شعیب وايي: « ځوانانو د برېښنا غځونې، نل غځونې، فلز کارۍ او خیاطۍ په برخو کې فني زده کړې وکړې، خو ستونزه دا ده چې کار نه شته. اوس مو کسب زده کړ، خو کار نه لرو. له دولت غوښتنه کوو چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي.»
څو ورځې وړاندې هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د زیانمنو ډلو د فني او حرفوي زده کړو له مرکز څخه د مبایل جوړولو، برېښنا غځونې او نل دوانۍ سربېره، په بېلابېلو برخو کې نږدې سل تنو له عملي او نظري زدهکړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړې وو.