د چاپیریال ساتنې ملي اداره له خلکو غواړي چې د پاک چاپېریال رامنځته کولو لپاره دې پلاسټیکي کڅوړو کارول کم کړي.
د دې ادارې چارواکو دا غوښتنه د چاپېریال ساتنې په برخه کې له یوه فعال خصوصي بنسټ سره په کابل کې د پلاسټیک کارولو په ضد د یو ګډ نمایشي حشر پر مهال وکړه.
د چاپېریال ساتنې فعالان وايي، پلاسټیک کارول نه یوازې په اوږدمهاله توګه چاپېریال ککړوي بلکې روغتیايي ستونزې هم رامنځته کوي.
د کابل چاپېریال ساتنې رییس عبدالفتاح فاتح وایي: « د ښار په سطحه هر ډول کثافات چې موږ یې په سترګو وینو، موږ غواړو دا کثافات راټول کړو.»
د سمسور وطن بنسټ مسوول سید محمد سلېمانخېل وايي: « د دې حشر لوی هدف دا دی چې له پلاسټیک څخه د ګټه نه اخیستلو فرهنګ دود کړو. باید د پلاسټیکي کڅوړو په ځای له تیکه يي او کاغذي کڅوړو ګټه واخلو. د پلاسټیک مدیریت نه یوازې کابل بلکې ټول افغانستان کې یوه ننګونه ده.»
چارواکي خلک هم مکلف بولي چې خپل چاپېریال پاک وساتي او په ورځینو چارو کې د پلاسټیک کارول کم کړي.
د کابل چاپېریال ساتنې ریاست د چاپیریال ساتنې کارپوه عبدالقیوم هاشمي وايي: « د ښار پاک ساتل د ټولنې د هر وګړي مسوولیت دی. له خلکو زموږ غوښتنه دا ده چې هر کس د مسوولیت احساس ولري او په ښار کې د پلاسټیک او نورو کثافاتو له غورځولو ډډه وکړي.»
د چارواکو په خبره، خلک هره ورځ زیاته اندازه پلاسټیکونه چاپېریال ته غورځوي چې له امله یې چاپېریال په دوامداره توګه خرابېږي او په اوږد مهال کې داسې ناروغۍ رامنځته کوي چې د خلکو ژوند ګواښي.