Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پکتیا مرکزي زندان کې بندیانو د حرفوي زده کړو پنځه میاشتنۍ کورس بشپړ کړ

د پکتیا مرکزي زندان کې بندیانو د حرفوي زده کړو پنځه میاشتنۍ کورس بشپړ کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/10

پکتیا زندان کې د زندانیانو لپاره د حرفوي او عصري زده کړو پنځه میاشتنې دوره پای ته ورسېده.
زندانیان په دې موده کې ترلاسه کړې زده کړې مهمې بولي او ډاډ ورکوي چې د بند مودې له پوره کېدو وروسته به له همدې زده کړو په ګټه اخیستنې سالمې بوختیاوې ولري.
پکتیا زندان کې بندي قلم الدین وايي:« بندیان دلته ښه وروزل شول او چې له دې ځایه آزاد شي، انشاالله بیا به دا ډول جرمونه نه کوي. ډېر داسې کسان راغلل چې په هېڅ هم نه پوهېدل، خو له دې ځایه چې ووتل اوس خپل کاروبار لري.»

یوبل بندي مطیع الله وايي: « دا زده کړې هر انسان ته ګټه کوي او ژوند کولو ته یې هڅوي. »

یو بل بندي احمد غني وايي: « په دې زده کړو کې د انګلیسي ژبې کورس، نجاري، کمپیوټر او نورې زده کړې ورکول کېږي او ترڅنګ یې ورزشي فعالیتونه هم شته دي.»

په ورته مهال، د دې زندان مسوولین وايي، لا هم په زندان کې شته بندیانو ته په بېلا بېلو برخو کې زده کړې ورکوي او تمه ده چې په آزادېدو سره به ترې د ژوند چارو کې استفاده وکړي.
د پکتیا زندان رییس عبدالغني عادل وايي: « ټولو بندیانو ته په خپلو ټولګیو کې د مسلکي ښوونکو له خوا درس ورکول کېږي. راتلونکي کې پلان لرو چې بندیانو ته نور پروګرامونه هم په لارو واچوو، ترڅو موږ ته د مجرم په توګه را سپارل شوی کس ټولنې ته د یوه پوه، لایق او په یوه مسلک سمبال کس په توګه ور واستوو.»

د مسوولینو په خبره، دغه پروګرامونه د بندیانو د بند مودې په ښه ډول تېرېدو او د تر بند وروسته د ژوند تېرولو او کورنۍ ته د نفقې برابرولو په موخه پيل شوي دي. مسوولین دغه راز وايي، دا مهال په پکتیا زندان کې شاوخوا ۵۰۰ تنه د بند موده تېروي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist