Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

د امنیت شورا ناسته کې د افغانستان بشري وضعیت اندېښمنونکی بلل شوی دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/10

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې اوسنی بشري حالت د اندیښنې وړ بللې او ویلي یې دي چې دامهال ددغه هېواد د نفوسو کابو نیمايي د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې، چې د افغانستان په اړه د دغې شورا درې میاشتنۍ غونډې په درشل کې خپره شوی راغلي چې طبیعي پېښې، وچکالي، له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو لوړه کچه او د نړیوالو بشري مرستو کمېدل نږدي ۲۳ میلیونه افغانان د سختی لوږی له ګواښ سره مخ کړي دي.

د ملګرو امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي: «افغانستان اوس‌مهال د نړۍ په کچه تر ټولو ناوړه بشري وضعیت سره مخ دی. طبیعي پېښې، وچکالي، له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو لوړه کچه او د نړیوالو بشري مرستو کمېدل هغه لاملونه دي، چې نیږدې  ۲۲.۹ میلیون تنه یې د خوړو له شدید کمښت سره مخ کړي.»

په دغې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما سرپرسته د افغانستان د سیاسي حالت او د مدني ټولنې غړي به د بشري حالت په اړه خپلې څېړنې له امنیت شورا سره شریکې کړي.

د امنیت شورا په اعلامیه کې اندېښنه څرګنده شوی چې په روان کال کې د مرسته کوونکو له لوري په بشري مرستو کې کمښت راغلې په داسې حال کې چې دوی په افغانستان کې له بیوزلو سره د مرستې لپاره زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په اعلامیه کې لیکل شوي: «په داسې حال کې، چې افغانان له کمزوري بشري وضعیت سره مخ دي؛ خو د نړیوالو بسپنه ورکوونکو له لوري د بشري مرستو په کچه کې کموالی راغلی. روان کال موږ تر اوسه یوازې ۳۷.۱ میلیون اړمنو افغانانو ته بشري مرستې چمتو کړې دي. نړیوال بسپنه ورکوونکي باید خپلې مرستې د کمېدو پر ځای لا زیاتې کړي.»

که څه هم د اقتصاد وزار  په افغانستان کې د بشري حالت په اړه  امنیت شورا په اندېښنې تبصره نه ده کړې خو تر دې مخکې یی د نړیوالو ادارو لخوا په دې اړه څرګند شوی اندیښنې یی ناسمې بللې وی.

ددغه وزارت چارواکو په وېنا دوی د مهمو پروژو پلیتابه سره د دغې ستونزې د حل په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي.

ورته مهال ځینې افغان څارونکي بیا په هېواد کې اوسنی اقتصادي او بشري حالت لپاره نړیوال ګرم بولي او وايي  د امریکا په مشرۍ د ناټو غړي هېوادونه باید په افغانستان کې د کړو جنایتونه پور پرې کړي او  د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې ونډه واخلي.

  د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج په دې اړه داسې وايي: « نړیوال چې د بشري ناورین بحث کوي افغانستان ملامتوي چې دلته د زده کړو او کار حقوق نشته، دوی هم رسالت او مسوولیت لري دوی په راپور کې غربت، افغانستان کې خلکو ته ستونزې دي دوی خپل رسالت ادا کړي او احتمال شته چې خپلې مرستې افغانستان ته را وګرځوي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی نجیب‌الرحمان شمال هم وايي: « هیله من یوو چې د راپور وړاندې کولو سره د افغانستان سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو حل لارې ولټول شي، او د یوناما دفتر کار دوام په اړه باید وویل شي چې په ټول هېواد کې دغه دفتر د ملګرو ملتونو په استازولۍ خیریه چارې، بشري مرستې کړې دي.»

  د افغانستان په اړه د امنیت شورا د درې میاشتنۍ غونډې مشري د سلوانیا بهرنیواو اروپایي چارو وزیرې؛ تانجا فاجون پر غاړه وه.

د امنیت شورا په دغې او له دې مخکې ورته غونډو ته د اسلامي امارت په استازیتوب څوک نه دي وربلل شوي او چارواکي بیا دا نیوکه کوي چې ددوی په نشتوالي کې د  افغانستان ناسم انځور وړاندې کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist