د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وینا له افغانستان، هایټي، سومالیه او دوی ته ورته د درېیمې نړۍ له نورو هېوادونو يې د کډوالو منلو لړۍ د تل لپاره بنده کړې ده.
ډونلډ ټرمپ په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي دي چې غواړي امریکا ته د سویډن، ډنمارک او ناروې په څیر هېوادونو څخه کډوال ومني.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي: «زه باید ووایم، چې د درېیمې نړۍ له هېوادونو مې د کډوالو د منلو مخه نیولې. له افغانستان نیولې تر هایټي او سومالیې پورې، چې د دوزخ په څېر هېوادونه دي. ددغه هېوادونو ترڅنګ ګڼ شمېر نور هېوادونه هم راځي.»
امریکا یوه اوونۍ وړاندې خبر ورکړی وو چې د افغان کډوالو په ګډون یې د ۱۹ هېوادونو وګړو لپاره د کډوالۍ ټولې غوښتنې له ګرین کارټ نیولې تر تابعیته پورې په بشپړه توګه درولې دي.
په دې ډله کې د افغانستان، میانمار، چاد، کانګو، استوایی ګینه، اریتریا، هایټي، ایران، لېبیا، سومالیه، سوډان، یمن، کیوبا، لاوس، سیرالیون، توګو، ترکمنستان او وېنزویلا هېوادونه شامل دي.
د چارو څارونکي بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه څرګندونې نامسوولانه بولي او وایي دغه ډول څرګندونې یوازې هغوی کوي چې له افغانستان سره پټې عقدې لري.
د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم په دې اړه داسې وايي: « افغانستان جنت نښان هېواد دی، له کانونو ډک هېواد دی، ښه طبیعت لري، سیندونه او غرونه لري، هرڅه لري، دا دوزخ خو تاسو جوړ کړ په افغانستان کې، هېڅ مو ونه کړه افغانستان مو در په در کړ، انسانان مو و وژل بیا وتښتېدلی، نامسوولانه خبرې کوئ، ټرمپ که بایډن یې کوي دا د افغانستان دُښمنان دي.»
هغه رسمي یادښت چې د ټرمپ ادارې نوې تګلاره څرګندوي تېره اوونۍ په واشنګټن کې د یوه افغان له لوري د امریکا د ملي ګارد پر دوو عسکرو برید ته اشاره کوي. چارواکي وایي ۲۹ کلن افغان رحمانالله لکڼوال، چې په اپریل کې یې پناه اخیستې وه د یاد برید په تړاو نیول شوی دی.
د چارو ځینې نور شنونکي بیا وایي، که له امریکایي لوري سره د ګډو ګټو پربنسټ اړیکې جوړې شي ښایي له دې سره د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د ژبې لهجه هم بدله شي.
د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر معین ګل څکمنی وايي: « بیا هم امریکا متحده ایالات اړتیا لري موږ هم اړتیا لرو، د دواړو هېوادونو متقابلو ګټو ته په کتو سره به خپلې اړیکې جوړو، افغانستان په دغسې یوه جغرافیه کې پروت وي چې هم شرقیان او هم غربیان ورته اړتیا لري، ټرمپ نه یوازې د افغانستان په اړه څه وايي، ټرمپ کله ګرینلینډ نیسي، کله مکسیکو نیسي کله کاناډا خپل ۵۱ ایالت په ګوته کوي.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې دویمې ولسمشریزې دورې له پيله په امریکا متحده ایالاتو کې د کډوالۍ پرضد سختې تګلارې غوره کړې دي. په واشنګټن کې پر امریکايي عسکرو تر برید وروسته د ټرمپ ادارې د کډوالو او په ځانګړې توګه د افغانانو پر وړاندې اقدامات ګړندي کړي دي.












