د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلي کېدو وروسته په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ژوند لا زیات ستونزمن شوی او افغانانو ته ویل شوي چې ژر تر ژره دی خپل هېواد ته ستانه شي.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال دا شکایت هم کوي، چې پاکستاني چارواکي له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ داسې پلې کوي، چې دوی د خپلو جایدادونو پلورلو ته هم نه پریږدي، بلکه د دوی کورونه او وسایل یې ټول د پولیسو لخوا ضبطیږي.
په پاکستان کې مېشت افغان کډاول وايي، که له یوې خوا افغانستان ته په جبر سره د دوی د ورستنولو لړۍ چټکه کړای شوی، له بل لوري پر دوی ټول عامه خدمات، لکه برېښنا او نور بند شوي دي.
پاکستان کې مېشت افغان کډوال مجاهد شینواری وايي:« څرنګه چې تاسو ته معلومه ده، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د وتلو لړۍ پيل کړې، هېڅ یوه افغان مهاجر ته اجازه نه ورکول کېږي چې په خیبرپښتونخوا کې یا د پاکستان په نورو سیمو کې پاتې شي. تر اوسه پورې په خیبرپښتونخوا کې څه نه وو، خو له تېرو دوو یا درېیو ورځو راهیسې په خیبرپښتونخوا کې افغان مهاجرین نیول کېږي او مستقیم له پولې اخوا اړول کېږي. له کمپونو یې د برېښنا ترانسفارمرونه وړل شوې، برېښنا ور باندې پرې شوې.»
په همدې حال کې ځینې نور کډوال بیا وايي، د پاکستان حکومت ورته یوه اوونۍ وخت ورکړې، څو له دغه هېواده ووځي.
دوی دا انديښنه څرګندوي، چې په دومره کم وخت کې به څنګه ځانونه افغانستان ته د بېرته ستنیدو لپاره چمتو کړي.
د کډوالو حقونو مدافع اول خان میاخېل وايي:« په ډېری کمپونو کې پر افغان مهاجرینو برېښنا پرې شوې، اوبه پرې شوې، ښوونځي پرې بند شوې. افغان مهارین اوس مهال له ډېرو ستونزو سره مخ دي.»
د کډوالو د حقونو نور مدافعان په پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان چلن د ټولو منلو شویو نړیوالو اصولو خلاف ګڼي او له نړیوالو سازمانونو غواړي، چې په اسلام اباد باندې دې د افغان کډوالو پر وړاندې له دې زور زیاتي نه د لاس پر سر کېدو لپاره دې فشار راولي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو بهیر که څه هم له تیرو څلورو کلونو راهیسې روان دی، خو په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد د اړیکو له خرابېدو را وروسته په دغه هېواد کې پر مېشتو افغان کډوالو د زور زیاتۍ لړۍ لا تیزه شوې ده.
اکثره کتونکي په دې باور دي، چې پاکستان تل هڅه کړې، چې په دغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره په دا ډول چلن سره پر افغانستان د فشار د یوې وسیلې په توګه کار واخلي.
هڅه مو وکړه چې د افغان کډوالو د تازه شکایتونو په اړه د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نظر راواخلو، خو دوی په دې اړه څه ونه ویل.
افغان حکومت تر دې مخکې له پاکستانه غوښتي وو چې له افغانانو سره د انساني او کډوالۍ اصولو په رڼا کې چلن وکړي.
بل خوا د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، د شنبې په ورځ له ایران او پاکستانه څه باندې ۳ زره افغانان په جبري ډول هېواد ته راشړل شوې دي.