په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو د وړمې شپې په نښته کې چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې رامنځته شوه، ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په سپین بولدک ولسوالۍ کې سیمه ییز چارواکي وايي، د تېرې شپې په نښتو کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د دوی په وینا، د پاکستاني ځواکونو برید نه یوازې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله بلکې د سیمې عام خلک یې ووېرول او ګڼې کورنۍ اړ شوی چې خپل کورونه پریږدي.
د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ د اطلاعاتو آمر حافظ علي محمد حقمل وايي: « وحشي دښمن د شپې لس بجې برید وکړ، ملکي تأسیسات او د خلکو کورونه یې په نښه کړل. د دې بریدونو له امله پنځه تنه ملکي وګړي شهیدان او پنځه نور ژوبل شوي دي. همدارنګه په دغو بریدونو کې د خلکو لسګونه کورونه ویجاړ، وسایط او شتمنۍ یې له منځه تللې دي.»
بله خوا، د سیمې عام خلک وايي چې د جګړې پر مهال پاکستاني ځواکونو د دوی کورونه د هاوان په مرمیو ویشتلي او دوی ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د سیمې یو اوسیدونکی چې په نښته کې یې د کورنۍ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې وايي،په دغو نښتو کې د سیمې اوسېدونکي وېرولي او دوی یې اړ کړل چې خپل کورونه پرېږدي.
د قرباني شوې کورنۍ یو تن غړی نصرالله وايي: « زما د کاکا زوی په دې جګړه کې ژوبل شو، بیا مې کندهار ته یوړ، خو هلته یې روغتون کې ساه ورکړه.»
د پاکستان د بریدونو له امله یو بل زیانمن شوی محمود خان وايي: « زه د مازل کلي اوسېدونک یم، زما یوه د کاکا لور او د کاکا زوی ټپیان شوي، کور مو ویجاړ شوی او موټر مو له منځه تللي.»
د سیمې اوسیدونکو په وینا، د وړمې شپې نښته د پاکستاني ځواکونو په ډزو سره پیل شوه چې څو ساعته یې دوام درلود.
دوی له پاکستاني ځواکونو څخه وغوښتل چې عام خلک دې نه په نښه کوي.
د سپین بولدک اوسېدونکی نوید احمد وايي: « د جګړې پرمهال موږ په کور کې بند پاتې وو، حال دا چې هاوانونه او درنې مرمۍ راتللې. دلته ټول ملکي وګړي اوسېږي او کورونه یې په نښه شوي دي.»
د سپین بولدک یو بل اوسېدونکی حبیب الله وايي: « د شپې په لس بجې یې د عامو خلکو پر کورونو برید وکړ. دا څووم ځل دی چې دوی پر ملکي کورونو بریدونه کوي او زرګونه کسان له کورونو بېځایه کوي.
له کله راهیسې چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ د پولې په اوږدو کې څو څو ځله وسله والې نښتې شوې.
سپین بولدک ولسوالۍ هم یوه له هغو سیمو څخه ده چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د څو څو ځله نښتو کوربه ده.
دا نښته وروسته له هغې رامنځته شوه چې په سعودي عربستان کې د کابل او اسلام اباد د استازو ترمنځ وروستۍ خبرې بې له کومې نتیجې پای ته ورسېدې.
د ځینو سرچینو په وینا، په دې خبرو کې چې د ریاض په منځګړیتوب وشوې، دواړو لوریو لږ تر لږه دومره موافقه وشوه چې اوربند به دوام مومي او دوی به د خبرو له لارې د موجوده ستونزې د حلولو هڅه کوي.