د نورستان ولایتي ادارې مسوولین وايي، د کانونو استخراج برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو، قاچاق مخنیوي او شفافې بولۍ له لارې د دې ولایت د قېمتي ډبرو خرڅلاو له لارې د عوایدو ګراف لوړ شوی.
مسوولین وايي، د روان کال په تېرو نهو میاشتو کې یې د کانونو د استخراج له درکه ۳۸ میلیونه افغانۍ عواید د حکومت خزانې ته جمع کړي.
د نورستان والي ویاند فریدون صمیم وايي: « موږ په نورستان کې د قېمتي ډبرو د قاچاق مخه نیولې، معدن کارانو ته مو مسلکي زده کړې ورکړې او امکانات مو ورته برابر کړي. دا ټول د دې سبب شول چې زموږ په هوایدو کې د پام وړ بدلون راشي. روان کال موږ ته ۳۰ میلیونه عواید هدف راکړل شوی و، خو موږ یوازې په نهو میاشتو کې ۳۸ میلیونه عواید راټول کړي.»
د کانونونو قراردادیان او د قېمتي ډبرو سوداګر بیا نورستان کې د قېمتي ډبرو له شفافې بولۍ خوښ دي، خو ټینګار یې دا دی چې د دغو ډبرو د انتقال برخه کې ورته اسانتیاوې برابرې شي.
دوی همدارازغوښتنه کوي چې حکومت دې دوی ته زمینه برابره کړي چې دا قېمتي ډبرې په قانوني ډول بهرنیو بازارونو ته د خرڅلاو په موخه انتقال کړي.
د قېمتي ډبرو سوداګر اقبال احمد وايي: « په دې ډبرو کې ډول ډول قېمتي ډبرې شاملې وې چې په ډېره شفافه بڼه یې بولۍ ترسره شوه. له اسلامي امارت غواړم چې بهر ته د دغو ډبرو د صادرولو لارې جوړې کړي.»
د قېمتي ډبرو سوداګر مسکین شاه وايي: « له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې سوداګرو ته داسې کارتونه ورکړي چې له یوه ولایت بل ولایت ته مالونه انتقال کړي. همدارنګه د توکو د قانوني صادراتو لپاره ګمرکي اسانتیاوې هم برابرې کړي.»
مسوولین د سوداګرو غوښتنې مني او ډاډ ورکوي چې د حل لپاره يې هڅې کوي.
د نورستان والي ویاند فریدون صمیم په دې اړه وايي: « ټولو سوداګرو او معدن کارانو ته ډاډ ورکوو چې کولی شي د نورستان په ټولو بازارونو کې ګډون وکړي او قېمتي ډبرې ترلاسه کړي.»
نورستان د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی چې په کې د قېمتي ډبرو ډېر کانونه شته او اوسمهال زرګونه کسان په دغو کانونو کې د قېمتي ډبرو پر استخراج بوخت دي.