هر کال په نړۍ کې میلیونونه انسانان د جنګ جګړو، تاوتریخوالي، ناچاوده توکو چاودنې، ټرافیکي او طبیعي پېښو له امله د خپل بدن غړي له لاسه ورکوي او له معلولیت سره مخ کېږي.
د نړۍ په کچه د ډسمبر درېیمه د معلولانو نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. ملګرو ملتونو د دې ورځې په مناسبت ویلي، په ټوله نړۍ کې ۱.۳ میليارد تنه د معلولیت له یو ډول ځورېږي. دې سازمان په خپل بیان کې ویلي، د ډسمبر درېیمه د « معلولینو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي او ټول ګډونه ټولنو د پیاوړتیا» تر شعار لاندې د معلولینو د ملاتړ هڅونې په موخه نمانځل کېږي.
د ملګرو ملتونو په بیان کې زیاه شوې: « روان کال د معلولینو نړیواله ورځ د ټولنیز پرمختګ د پیاوړتیا په موخه د معلولینو لپاره د ټول ګډونه ټولنو رامنځته کولو تر شعار لاندې نمانځل کېږي. دا شعار د ټولنیز پرمختګ د دویم نړیوال کنفرانس د مشرانو له نوې شوې ژمنې سرچینه اخلي. هغه ژمنه چې د ټولنې د ټولو قشرونو په ګډون او برخه اخیستلو ټینګار کوي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د لسیزو جګړو او تاوتریخوالي له امله په دې هېواد کې له یو میلیون ډېر کسان معلول شوي. یوناما دغه راز ویلي، د معلولینو تر ټولو لویه برخه ماشومان دي.
یوناما په دې اړه ویلي: « شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانان له سخت معلولیت کړېږي چې ډېری یې د لسیزو جګړو او ناامنیو پایله ده. ماشومان د دې درد ستره برخه پر خپلو اوږو وړي.»
بله خوا، یو شمېر معلولین وایي معلولیت ورته ستونزې ډېرې کړې دي او نه شي کولی د روغو کسانو په څېر ورځني کارونه وکړي. دوی د کورنیو او نړیوالو ادارو له لوري خپلو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د محدودو اقداماتو یادونه کوي او له حکومت او نړیوالو سازمانونو غواړي چې د مرستو زیاتوالي ترڅنګ دې ورته د کار زمینه برابره کړي.
یو تن معلول افغان وايي: « نه تنخواه لرم، نه عاید او نه هم له پلار څخه کوم څه راپاتې دي. له منډوي څخه پراشوټ اخلم او دا خلطې ترې جوړوم بیا پلورم.»
یو بل معلول کس وايي: « زما د ژوند وضعیت بلکل خراب دی. په داسې حال کې چې معیوب یم، د کور سرپرستي او لګښتونه هم را تر غاړې دي. که ما یو ځوان زوی هم درلودی، خپله مې کار نه کاوه.»
وموغوښتل په دې تړاو د شهیدانو او معلولینو وزارت د مسوولانو نظر هم په دې اړه له ځان سره ولرو، خو زموږ څو ځل اړیکو ته یې ځواب را نه کړ.
ملګرو ملتونو د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۲ کال کې د معلولینو د حقونو، اړتیاوو او وړتیاوو په اړه د نړیوال پوهاوي لوړولو په موخه د ډسمبر درېیمه د معلولینو نړیوالې ورځې په توګه ونوموله او له هغې راهیسې هر کال دا ورځ په بېلابېلو شعارونو سره نمانځل کېږي.