د هرات د شین ډنډ او زېرکوه ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکو له ایران سره د فراه د میل ۷۸ پولې په اوږدو کې د هغو ۱۱ شهیدو شویو کسانو له ډلې د ۹ هغو مړي هرات ښار ته راوړي چې د دوی په وینا، د ایراني پوله ساتو له خوا په ډزو ترې ژوند اخیستل شوی.
دوی له اسلامي امارت د دې قضیې په اړه له ایراني لوري د پېښې د بشپړې څېړنې غوښتنه کوي.
په ورته مهال، دوی له حکومته د بې روزګارۍ د پای ته رسولو او کاري فرصتونو رامنځته کولو غوښتنه هم کوي، ترڅو د دوی په خبره، د دې ډول پېښو مخنیوی وشي.
د یوه وژل شوي کس خپلوان احمد شاه ابدالي وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ د وینو پوښتنه وشي. ۲۲ ورځې کېږي چې موږ شهیدان په ایران کې پراته دي او نه یې را اړوي. موږ دلته د کار غوښتنه کوو.»
د یوه بل وژل شوي کس خپلوان محمد ابراهیم وايي: « زه له ټولو ملي سوداګرو غوښتنه کوم چې راشي او په خپل وطن کې په پانګونې سره دغو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.»
د وژل شوي کسان خپلوان محمد اسماعیل وايي: « له اسلامي امارت غوښتنه کوم چې زموږ د شهیدانو پوښتنه وکړي او په راتلونکي کې د دې ډول پېښو مخنیوی وشي. ایراني پولیسو شاوخوا ۲۸ ورځې زموږ مړي ځان سره ساتلي وو، ولې یې نه راکول.»
بله خوا، د فراه امنیه قومندانۍ مسوولین وایي، د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې لس کسان د ایراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو شهیدان شوي او د دې موضوع په اړه څیړنې روانې دي.
د فراه امنیه قومندانۍ ویاند محمد نسیم بدري وايي: « څو ورځې وړاندې زموږ یو شمېر هېوادوالو غوښتل چې په میل ۷۸ سیمه کې په قاچاقي توګه ګاونډي هېواد ایران ته واوړي، خو د ایراني پولیسو له خوا پرې ډزې شوې او زموږ لس تنه هېوادوال شهیدان شوي او دوه نور لادرکه دي. زموږ د سرحدي مسوولینو له خوا تعقیبي ګامونه پورته شوي او موضوع تر څېړنې لاندې ده.»
ایران ته د افغان ځوانانو ورتګ او هلته د ایراني پولیسو له لوري ورسره د بد چلن دا لومړی ځل نه دی بلکې تر دې مخکې هم یو شمېر رسنیو او په ایران کې د بشر حقونو ځینو سازمانونو د ورته پېښو راپورونه ورکړي دي.