Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د استانبول په حلال نندارتون او کنفرانس کې ګډون کړی

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د استانبول په حلال نندارتون او کنفرانس کې ګډون کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/27

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د جنجال له زیاتېدو او سوداګرۍ بندېدو وروسته، د سیمې او ګاونډ هېوادونو ته د اسلامي امارت چارواکو سفرونه د دې ښکارندويي کوي چې دا هڅې د پاکستان پرځای د بدیلو لارو موندلو لپاره دي.

نوي ډیلي ته د صنعت او سوداګرۍ وزیر له سفر وروسته، نور الدین عزیزي تازه د ترکیې هېواد په بلنه د استانبول په حلال نړیوال نندارتونو او کنفرانس کې هم ګډون کړی.

د ياد وزارت مسوولان په دې کنفرانس کې د حکومتي پلاوي ګډون د نورو ګډونوالو هېوادونو له استازو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو زیاتوالي، د افغانستان غوره اقتصادي فرصتونو او د بهرنۍ پانګې جذب په برخو کې مهم بولي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « دا ستر نندارتون چې د سوداګرۍ، حلال تولید او خدماتو په برخه کې تر ټولو معتبر نړیوال محفل ګڼل کېږي. د صنعت او تجارت وزیر د دې نندارتون په پرانستغونډه کې د وینا پرمهال د حلالې سوداګرۍ د پراختیا، اقتصادي همکاریو، د نړۍ او سیمې په بازارونو کې د افغانستان د رول پر اهمیت ټینګار وکړ. حلال نندارتون د هېوادونو تولیدي، صادراتي او د پانګونې ظرفیتونو د معرفي کولو لپاره مهم فرصت برابروي. افغان سوداګرو او شرکتونو هم په دې نندارتون کې د غرفه لرونکو او لیدونکو په توګه فعال حضور درلود او د افغانستان محصولات او صنعتي وړتیاوې یې معرفي کړې.»

له دې سره، د صنعت او سوداګرۍ وزیر به د اقتصادي همکاریو سازمان غړیو هېوادونو له وزیرانو سره ناسته کې چې ټاکل شوې په ترکیه کې جوړه شي، له يادو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ حجم زیاتوالي په اړه بحث او خبرې وکړي.

شنونکي د افغانستان او پاکستان ټرانزیټي او سوداګریزو اړیکو پیکه کېدو ته په اشارې په دې کنفرانس کې د حکومتي پلاوي ګډون مهم بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي: « پرته له شکه چې د دې ډول نندارتونو یوه موخه د اقتصادي او تجارتي همکاریو پراختیا ده او د افغانستان ګډون کولی شي ډېر ګټور تمام شي؛ ځکه چې افغانستان په وچه پورې تړلی هېوا دی او هرڅومره چې ډېرې بدیلي لارې ولري، د افغاستان په ګټه دي.»        

له دې سره همهاله، د اقتصادي چارو یوشمېر نور شنونکي په دې باور دي چې له ګاونډویو هېوادونو سره د افغانستان سټراټیژیکو اقتصادي اړیکو ډېرښت کولی شي کابل اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسوي او نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د لا ورپېژندنې په موخه نوې لارې پرانیزي.

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « کومې ناستې چې په ترکیه کې له سي پنځه یا د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره کېږي، په دې کې باید داسې زمینه برابره شي او خبرې وشي چې پاکستان د تجارت پر وړاندې هېڅ ډول ممانعت ونه شي کولی او زموږ پر وړاندې لارې وتړي.»

استانبول حلال نړیوال نندارتون او کنفرانس به د ۱۱۰ هېوادونو دولتي مقاماتو او خصوصي سکټور استازو په حضور کې د روان کال نومبر میاشتې له ۲۶ تر ۲۹ مې نیټې پورې د ترکیې په استانبول کې جوړ او ترسره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist