د دې ولایت امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي، دا هوايې برید سې شنبه د شپې شاوخوا دوه نیمې بجې د دې ولایت مرکز اسعد اباد اړوند د څاګي په سیمه کې د ولسي وګړي حاجی عبدالوهاب پراستوګنځای شوي.
د پاکستاني رژيم په دې بریدونو کې د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ۵ تنه ټپيان شوي.
د چارواکو په خبره، د بریدونو ټپیان تر لومړنۍ درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي.
ځايي اوسېدونکي پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم دا ډول تیری غندي او له حکومت غواړي چې سخت ځواب ورکړي. دوی دغه راز حکومت ته ډاډ ورکوي چې د هر ډول ځواب لپاره ورسره ترڅنګ ولاړ دي.
د کونړ اوسېدونکی صداقت وايي: « په دې کور دوه ځله بریدونه وشول. دویم برید له لومړي برید ۱۰ دقیقې وروسته وشو. موږ راغلو او د برید ټپیان چې ښځې او ماشومان وو، دا مو روغتون ته ورسول.»
ځايي اوسېدونکی مسافر وايي: « دا بریدونه د پاکستان له خوا د ډرون الوتکو په وسیله وشول، دا کور یې هم ویجاړ کړی او څو تنه یې ژوبل کړي هم دي. دا ډېر زیات دی؛ ځکه دلته هېڅ ډول وسله والې ډلې نه شته، ټيټيپي خو بلکل نه شته.»
د کونړ اوسېدونکی یونس خان وايي: « موږ له خپل حکومت غوښتنه کوو چې د دې ډول بریدونو مخنیوی وکړي.»
د کونړ له برید سره هممهاله په خوست او پکتیکا ولایتونو کې هم د پاکستان د پوځي رژیم له خوا پر ملکي کورونو بریدونه شوي. د معلوماتو له مخې، د خوست او پکتیکا په بریدونو کې هم تر ۱۵ تنو شهیدان او ژوبل شوي دي.