بښنې نړیوال سازمان په خیبر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د شپږو غړو ترې تم کېدو ته سخت غبرګون ښودلی.
یاد سازمان ویلي، د روانې نومبر میاشتې پر ۱۲ نیټه له پیښور د پښتون ژغورنې د غورځنګ شپږ غړي لادرکه دي چې لاهم دا څرګنده نه ده، چې دوی چیرته وړل شوي دي.
دغه سازمان په یو بیان کې ویلي دي چې د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره دغه شپږ کسان په خوندي ډول خپلو کورونو ته ستانه کړي.
په تري تم شویو کسانو کې حنيف پښتين، نورالله ترين، فرمان وزير، سید عرفانالله، عدنان وزير او حبيب وزير شامل دي.
د بښنې نړيوال سازمان ویلي دي، د دغو کسانو لادرکه کېدل په پاکستان کې او په تېره بیا په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د مخالفینو د هدف ګرځولو وېرونکې بیلګه ده.
دغه سازمان زیاته کړې:« د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي نورالله ترین، حنیف پښتین، سید عرفان الله، فرمان وزیر، عدنان وزیر او حبیب وزیر د نومبر پر ۱۲ نېټه په اجباري ډول لادرکه کړای شوی او تر اوسه یې د ځای ځایګي په اړه هېڅ مالومات نشته. د دغو کسانو جبري لادرکه کېدل په پاکستان کې او په تېره بیا په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د جبري لادرکه کولو وېرونکې بېلګه ده چې په کې مخالفین په نښه کیږي. د پاکستان له حکومته غوښتنه کوو چې ژر تر ژره دې دغه کسان په خوندي ډول خپلو کورونو ته ستانه کړي او په دې اړه دې بې پرې څېړنې وکړي او په دغو قضیو کې ښکیل کسان دي تر عدلي تعقیب لاندې ونیسي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ ياد غړي وروسته له هغې تري تم شول چې د تحريک انصاف ګوند په بلنه يې په پېښور کې د خيبرپښتونخوا امنيتي وضعيت په اړه د ګوندونو د استازو په يوه غونډه ګډون کړی و.
د جمعې په ورځ پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو تري تم شویو غړيو د بيا موندلو په موخه په بروکسيل کې د اروپا پارلمان مخې ته په داسې حال کې لاريون وکړ چې د پاکستان بهرنيو چارو وزير په کې وينا کوله.
د سیاسي چارو شنونکي هم له پښتنو سره د پاکستان د حکومت او پوځ روان چلن ظالمانه بولي او ټينګار کوي چې د دوی پر وړاندې بايد خپلې تګلارې بدلې کړې.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د پښتنو پر وړاندې دې د پاکستان نظامي او استخباراتي ادارو دسیسې له لسیزو راهیسې روانې دي، دوی پښتانه مشران، پښتانه روڼ اندي او پښتانه روشن فکره مشران نه پرېږدي چې د سیمې په پرمختګ او ټيکاو کې کردار ولوبوي، دوی د لر او بر یو افغان نعرې او د لر او بر یو افغانستان دوښمنان دي.»
ځيني نور بیا په ټوله کې له پښتنو سره د پاکستان د حکومت او پوځ چلن ته په ا شارې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د خلکو د حقونو خوندي کولو په موخه دې په اسلام اباد فشارونه زیات کړي.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:« اوس یې وخت رارسېدلی چې ټول هغه نړیوال سازمانونه له پاکستانه د ټولو هغو تري تم شویو ځوانانو او وژل شویو ځوانانو او په دغې لارې کې هغه ځوانان چې ورسره ظلم شوی دی، غوښتنه وشي چې په څه باندې، د چا له لوري او ولې دا کارونه وشول؟ دا لومړی ځل نه دی او نه هم وروستی ځل دی چې پاکستان کې داسې پېښې ترسره کېږي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښانو تريتم کېدو په تړاو دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د علي وزیر او حاجي صمد په ګډون ځينې مهم غړي له کلونو راهيسې په داسې حال کې د نا معلومې مودې لپاره زندان ته اچول شوي، چې پرې شوې ادعاوې نه دي ثابتې شوي.