کندهار کې د لومړي ځل لپاره د خصوصي سکټور له لوري د کرنیزو محصولاتو د کیفیت معلومولو معیاري لابراتوار جوړ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.
دا لابراتوار د محصولاتو د کیفیت معلومولو، د نباتاتو د ناروغیو تشخیص او د کورنیو محصولاتو د معیاري کولو په موخه جوړ شوی.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دې لابراتوار د پرانېستنې پر مهال ویلي، د داسې معیاري لابراتوارونو نه شتوالي د هېواد ډېری کرنیزمحصولات د صادراتو په پروسه کې له ننګونو سره مخ کړي، خو د دې مرکز په فعالېدو سره به ډېری ستونزې هوارې شي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي: « خو له بده مرغه د کرنیزو محصولاتو د موادو، خاورې او اوبو د تشخیص په برخه کې د معیاري لابراتوار نه شتون له ډېرې مودې راهیسې د دې سبب شوی چې د محصولاتو کیفیت او د تولید کچه راټیټه او بزګران مو له تاوان سره مخ شي. زه هیله لرم چې د وزیر زي کرنیزو محصولاتو مرکز به په دې برخه کې شته اړتیاوې تر یوه حده پوره کړي.»
په ورته مهال، یو شمېر نورو چارواکو هم د ورته او په نورو بېلا بېلو برخو کې پر پانګونه ټینګار کوي او له پانګوالو غواړي چې له اوسني فرصت په استفادې سره صنعتي او تولیدي سکټورونو کې پانګونه وکړي.
د عامي روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین حمداالله زاهد وايي: « زموږ پر هېواد له شاوخوا څخه د ستونزو حصارونه راتاو وو، خو د خدای په فضل دا حصارونه ورځ تر بلې ماتېږي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین احمدالله زاهد وايي: « د دې پارکونو د تفصیلي پلان او ډیزاین جوړولو لپاره مو یو پکېج جوړ کړ چې په کې د پارک ټولې اړتیاوې مو په پام کې نیولې دي. دا مهال د ۱۵ ولایتونو لپاره ۱۰۹ زره جریبه ځمکه خصوصي سکټور ته ورکړې او لګیا دي کار کوي.»
د لابراتوار مسوولین وايي، دا مرکز د لومړي ځل لپاره په نړېوالو معیارونو د ۲ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی او وړتیا لري چې محصولات د کیفیت او د صادراتي معیار له پلوه وڅېړي او تایید یې کړي.
د کندا وزیرزي کرنیز لابراتوار مسول ضیاالحق وزیر زی وايي: « د دې مرکز له فعالېدو سره به د افغانستان ټول صادراتي توکي په هغه معیار چې نړیوال ورته اړتیا لري، برابرېږي.»
د کندا وزیر زي لابراتوار اجرائیوي مسول نجیب الله مومند وايي: « په هېواد کې د ننه د بې کیفیته خوراکي موادو د کارونې له امله زموږ زرګونه هېوادوال په ناروغیو اخته کېږي. دا لابراتوار به وکولی شي چې ټول داخلي او بهرني خوراکي توکي د کیفیت له پلوه چک کړي.»
مسوولین زیاتوي، د دې لابراتوار فعالېدل به د کورنیو محصولاتو کیفیت تضمین او نړیوالو بازارونو ته به د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د ورننوتلو لپاره مهم ګام پورته شي.