د ټولګټو وزارت پلاوي د ازبېکستان هېواد په کوربه توب د نړیوال ټرانسپورټ او لوجيسټیک په فورم او نندارتون کې ګډون کړی.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، دا نړيوال فورم او نندارتون د اوزبېکستان په کوربه توب د یاد هېواد په تاشکند ښار کې د روان میلادي کال د نومبر له ۱۱مې څخه د نومبر تر ۱۳مې نېټې پورې جوړ شوی و چې په کې د سیمې او نړۍ هېوادونو مسوولینو او د اوسپنې پټلۍ اړوند شرکتونو ګډون درلود.
د حق شناس په خبره، فورم او نندارتون ته د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معين محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ورغلی و.
په دې فورم کې به د ګډونوالو هېوادونو استازي د ټرانسپورټ او رېل پټلۍ پر نوو پروژو او لاسته راوړنو بحث او خبرې وکړي.
د فورم په څنډه کې د افغانستان پلاوی د عربي اماراتو، قزاقستان او ازبېکستان له استازو سره د هرات–کندهار رېل پټلۍ، د افغان–ټرانس پروژې او پر سوداګریزو اسانتیاوو خبرې کړې.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د افغان پلاوي د لیدنو په اړه وايي: « د دې نندارتون په څنډه کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د متحده عربي اماراتو د اوسپنې پټلۍ ادارې له پلاوي، د قزاقستان د اوسپنې پټلۍ له مرستیال او د اوزبېکستان د اوسپنې پټلۍ له رییس او لومړي مرستیال او همدارنګه د افغان–ټرانس پروژې شاملو هېوادونو د استازو سره جلا جلا لیدنې وکړې. په دغو لیدنو کې د بېلابېلو مهمو موضوعاتو لکه د هرات–کندهار د اوسپنې پټلۍ رغولو او عملي کار پیل، د قزاقستان هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې له چین څخه افغانستان ته او له افغانستان څخه چین ته د انتقالاتو د ټرانزیټ بیو کې تخفیف، د افغان–ټرانس پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو پیل او همدارنګه د اوزبېکستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د تجارتي توکو د لېږد رالېږد اسانتیاو برابرولو، تخفیفونو او سوداګرو ته د لا ډېرو سهولتونو چمتو کولو په اړه خبرې اترې وشوې.»
د حق شناس په خبره، په دې لیدنو کې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو په پیاوړتیا هم خبرې اترې وشوې او دواړو اړخونو د ټرانسپورټي زیربناوو رغولو او د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو پر زیاتولو ټینګار وشو.