Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: اسلام‌اباد ته د نا امنیو خپرېدل د پاکستان خراب امنیتي وضعیت ښکارندويي کوي

شنونکي: اسلام‌اباد ته د نا امنیو خپرېدل د پاکستان خراب امنیتي وضعیت ښکارندويي کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/13

په دې وروستیو کې د پاکستان امنیتي، سیاسي او اقتصادې وضعت تربل هر وخت زیات خراب شوی او په اسلام‌اباد کې وروستۍ چاودنې وښوده چې له يادې ناامنۍ يې پلازمېنه هم خوندي نه ده.

شنونکی دې ناامنۍ ته په پام وايي، پاکستان د خپل امنيتي وضعيت کابولو کولو په ځای تل د دې وضعيت پړه پر نورو هېوادونو اچولې او دې چلن يې د ضعف اثباتولو ترڅنګ، له ګاونډيو سره د باور فضا هم زيانمنه کړې.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « د پاکستان د خراب وضعیت لامل خپل پاکستاني چارواکي دي. پاکستان په سیمه کې د لوېدیځ یوه پروژه ده؛ دا حالت چې پاکستان اوس ورسره مخ دی، هم په سیاسي لحاظ او هم په اقتصادي او بشري لحاظ نړۍ ته د منلو وړ نه دی.»

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « دا نا امنۍ که له دې وړاندې په خیبر پښتونخوا یا بلوچستان کې وې، اوس یې لمنه تر اسلام اباد رسېدلې. لامل یې دا دی چې د پاکستان پوځ نه شي کولی دا نا امنۍ کنټرول کړي او حالات عادي بڼې ته را وګرځوي.»

ځينې نور شنونکي د ترهګرۍ تمويل او تجهيز په اړه د پاکستان پالیسۍ د سيمې لپاره هم خطرناکې بولي او زياتوي چې پاکستان عملا د خپلو دې پالیسيو بيه پرې کوي.

د چارو شنونکي خبرداری ورکوي چې که اسلام‌اباد په خپلو پالیسيو او چلن کې بدلون را نه وړي، د ځان ترڅنګ به سيمه هم په اور وسوځوي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد اسماعیل ځدراڼ وايي: « د پاکستان د اوسني وضعیت لامل د دوی هغه پالیسۍ دي چې په کور دننه او بهر کې یې د فعالیتونو لپاره جوړولې. دوی اوس په خپلو جوړو کړیو لومو کې بند دي او په پراخو ستونزو کې ښکېل دي.»

د پاکستان تر کنټرول لاندې قبايلي سيمو، خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې هره ورځ پر پاکستاني پوځيانو خونړي بريدونه کېږي چې پاکستان يې د استانبول په مذاکراتو کې له اسلامي امارت د مهارولو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان اسلامي امارت وايي، په يادو سيمو کې د روانې ناامنۍ کابو کول د کابل نه بلکې د اسلام‌اباد مسووليت دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو
نړۍ

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist