Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نرېندرا مودي: د نوي ډیلي چاودنې عاملان به ونه بښل شي

نرېندرا مودي: د نوي ډیلي چاودنې عاملان به ونه بښل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/12

د هند لومړي وزیر خبرداری ورکړی چې په نوي ډیلي کې د چاودنې عاملان به حتمن نیسي او هېڅکله به د بښلو فرصت ورنه ‌کړي.

نريندرا مودي چې دا مهال د دوو ورځو لپاره په بوتان کې دی، له چاودنې وروسته یې په خپل غبرګون کې ویلي، په نوي ډيلي کې د دې چاودنې عاملان به و نه بښل شي.

مودي په هندي ژبه خبرې کولې، خو د خبرداري پرمهال یې د ګواښ ټکي په انګلیسي ژبه هم تکرار کړل او ویې ویل چې ټول ښکېل کسان به عدالت ته راکاږي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي زیاته کړې: « موږ ټول د ډیلي پېښې سخت دردولي یو او د هند ټول وګړي د هغو کسانو تر شا کلک ولاړ دي چې په دې پېښه کې يې زیان ليدلی. تېر ماښام مې د پېښې د څېړنې لپاره له ټولو ادارو سره اړيکه ونیوه. زموږ ادارې به د دې چاودنې ترشا پټ حقیقت معلوم کړي او په پېښه کې ښکېل کسان به عدالت ته راکاږي.»

د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې تاریخي لال قلعې ته څېرمه د دوشنبې په ورځ په یوه موټر کې د چاودنې له کبله د نوی ډيلي د پوليسو په خبره، لږترلږه ۸ تنه ژول شوي او ۲۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

د نوي ډیلي پولیس زیاتوي: « چاودنه په يوه ورو روان موټر کې شوې چې سپرلۍ په کې وې. د چاودنې له کبله نورو موټرو هم اور اخیستی.»

د چاودنې له امله په نوي ډيلي، ممبی او ګاونډ ایالتونو کې امنيتي ځواکونو ته د تیارسئ امر شوی.

د چارو څارونکي بیا دې چاودنې ته په اشارې وایي، دا ډول بریدونه په سیمه کې د سیاسي بې‌ثباتۍ یوه هڅه ده چې له کلونو راهیسې روانه ده.

د نړیوالو چارو شنونکی مجتبی کوهکن وايي: « دا برید ممکن داسې نورې زاویې هم ولري چې په کې د پاکستان لاس او رول وي. ښايي دا پر نوي ډیلي د فشار راوړلو لپاره یو پیغام وي.»

د هند په نوي ډیلي کې چاودنې ته په نړیواله کچه هم پراخ غبرګونونه ښودل شوي.

اسلامي امارت هم په نوي ډیلي کې پر چاودنې خواشیني ښودلې او د هند حکومت او له خلکو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د خواخوږۍ ترڅنګ، ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه هم شوې.

د امریکا بهرنیوچارو وزارت بیا ویلي، د هند په پلازمېنه نوې ډیلي کې تر چاودنې وروسته وضعیت څاري. دې وزارت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو د بېړنۍ روغتیا هیله یې ښودلې.

د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « موږ باید انتظار وباسو چې څه پېښېږي او د دې برید ریښه چېرته ځي. آیا دا یو ترهګریز برید و که نه او آیا دا برید په کشمیر پورې اړه لري که نه؟ زه فکر کوم په دې اړه له وخت وړاندې قضاوت کول سم کار نه دی.»

د ۱۷مې پېړۍ سره کلا یا (لعل قلعه) د نوي ډيلي په زړه او ګڼ‌مېشته سیمه کې پرته ده او هره ورځ زرګونه سیلانیان د دې تاریخي کلا لیدو ته ورځي.

له دې سره هم‌مهاله، د پاکستان په پلازمینه اسلام‌اباد کې هم چادونه شوې چې له امله ۱۲ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چئ چاودنه د یوې محکمې مخې ته شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist