د ترکیې په کوربه توب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو درېیم پړاو له ناکامېدو وروسته، د ایران بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له بهرنيو چارو وزير سره په ټیلفوني خبرو کې د استانبول پر وروستیو مذاکراتو خبرې کړې.
سید عباس عراقچي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار کړی او په دې تړاو یې د ایران د رغنده رول لوبولو وړاندیز کړی.
نوموړی دغه راز د پاکستان له بهرنيو چارو وزير سره هم غږېدلی ورسره يې د سیمې اغېزناکو هېوادونو په همکارۍ د اختلافونو پر حل ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د تهران د مرستې چمتووالي ډاډ ورکړی.
خو د افغانستان بهرنيو چارو وزير له عراقچي سره خبرو کې ویلي، افغانستان له پاکستان سره د ستونزو حل ته د ډېپلوماسۍ او تفاهم له لارې لومړیتوب ورکوي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل وايي: « په دې مکالمه کې دواړه لوریو د دوو اړخیزو اړیکو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ استانبول کې پر وروستیو مذاکراتو هم خبرې وکړې. د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار وکړ او په دې تړاو یې د خپل هېواد له لوري د رغنده رول لوبولو وړاندیز هم وکړ.»
بل پلو د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له قوله ویلي، نوموړي هیله ښودلې چې د ترکیې په سرپرستۍ به روان مذاکرات دایمي ثبات ته لار هواره کړي. هغه دغه راز زياته کړې، ترکیه به د استانبول خبرو اترو بهیر ملاتړ ته ادامه ورکړي.
د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ د اړیکو دفتر زیاته کړې: « ترکیه سره له دې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اختلافات او ترینګلتیا له نږدې څاري، ترڅنګ یې د دواړو خواوو ترمنځ د اوربند پر ساتنې هم ټینګار لري. ولسمشر اردوغان هیله څرګنده کړې چې د ترکیې په سرپرستۍ ترسره شوي مذاکرات به د دایمي ثبات لامل شي. هغه ټینګار کوي چې ترکیه به د استانبول د خبرو اترو بهیر څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.»
له دې سره، افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني هم د دواړو هېوادونو ترمنځ په مذاکراتو کې د رامنځته شوي انسداد او بنبست یوازینی حل ډیالوګ بللی.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي: « د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رامنځته شوي بُنبست د حل یوازینۍ لاره د مذاکراتو او ډیالوګ دوام دی، حتا که ۳۰ پړاوونو ته هم وغځېږي. که داسې ونه شي، له دې موکې نه به دښمنان ګټه پورته کړي. ګاونډیان باید هېڅکله مذاکراتو ته نه ونه وايي. دا د تاریخ زده کړه ده.»
د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « لکه څرنګه چې دا خبرې په دوحه او بیا استانبول کې ناکامې پای ته ورسېدې، د ایران په منځګړیتوب یې هم همداسې وګڼئ. د دې خبرو د کامیابېدو لپاره هیله نه شته.»
دا هرڅه داسې مهال دي چې د ترکیې په کوربه توب په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ درېیم پړاو مذاکرات چې د روانې نومبر میاشتې په شپږمه نېټه پيل شوي وو، له دوه ورځو خبرو اترو وروسته بې پایلې اعلان شول.
له دې وړاندې دواړو خواوو لومړی د قطر په پلازمېنه دوحه او بیا د ترکیې په استانبول ښار کې هم د تېرې اکټوبر میاشتې په ۱۹مه او ۲۵مه خبرې اتر وکړې، خو د اوربند له ټینګښت پرته یې ملموسې پایلې ونه لرلې.