Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

خلیلزاد: که پاکستان د ولس غوښتنې ونه مني، ښایي له سختو ننګونو سره مخ شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/05

زلمي خليلزاد خبرداری ورکړی چې که په پاکستان کې دننه د خلکو په خوښه بدلونونه رانه ‌شي، ښایي دغه هېواد لا نورو سختو ننګونو سره مخ شي.

نوموړي دغه خبرې د پاکستان بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري د هغو څرګندونو په غبرګون کې کړې چې وايي، غواړي د پاکستان اساسي قانون د ۲۷مې مادې پر تعدیل ناسته او غور وکړي.

بلاول بوټو زرداري ویلي وو چې د مسلم لیګ ‌نواز ګوند د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان ولسي ګوند له استازو سره د دې هېواد د اساسي قانون د ۲۷مې مادې پر تعدیل خبرې کړې دي.

دا د پاکستان اساسي قانون هغه ماده ده چې په دې هېواد کې د ایالاتونو او فډرالي حکومت ترمنځ د واک توازن او ځینې نورې قانوني چارې روښانه کوي.

د پاکستان بهرنیو چارو پخوانی وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي: « د مسلم لیګ نواز ګوند استازي د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ راغلي وو او د پاکستان ولسي ګوند یا پي‌پل پارټۍ له استازو سره د اساسي قانون پر ۲۷مې مادې وغږېدل، ترڅو په دې برخه کې تعدیل رامنځ ته شي. په دې تعدیل کې د اساسي محکمې جوړول، اجراییوي قاضیان، د صوبو د ونډې مدیریت او د زده ‌کړو او نفوسو پلان جوړونې واک بېرته فډرالي حکومت ته سپارل شامل دي.»

بلاول بوټو زرداري همدارنګه وړاندې ویلي، د اساسي قانون پر یادې مادې به د نومبر په ۶مه ناسته ولري.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د نوموړي دې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د پاکستان راتلونکي لپاره مهمه ده چې په اساسي قانون کې د پام وړ او د ولس په خوښه بدلونونه راشي.

زلمي خلیلزاد پر خپله ایکس ‌پاڼه لیکلي، ولس حق لري چې د خپلو غوښتنو لپاره غږ پورته کړي او که داسې ونه ‌شي، ښایي پاکستان لا نورو سختو ننګونو سره مخ شي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي: « په پاکستان کې د مسایلو حل په موخه اړتیا ده چې عام خلک خپل نظر څرګند کړي. په دې هېواد کې اوسنی وضعیت خورا حساس دی او اړتیا لېدل کېږي چې د اختلافونو او وېشلو په ځای د یووالي لپاره په‌ کې کار وشي.»

د چارو څارونکي هم وایي، د پاکستان اوسنی وضعیت ورځ تر بلې د پاشل کېدو لورته روان دی او اړتیا لیدل کېږي چې په دې هېواد کې واک د پاکستاني رژیم په ځای خلکو ته انتقال شي.

د کارپوهانو په خبره، هلته له لسیزو راهیسې واک له ولس اخیستل شوی او پر ځای پوځي رژیم پرېکړې کوي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل‌احمد نادم وايي: « د نورو هېوادونو لکه افغانستان او هندوستان په کورنیو چارو کې مداخله هغه عوامل دي چې اوس به د پاکستان د تجزیې سبب ګرځي. دا روښانه خبره ده چې پاکستان ورځ تر بلې خرابېدو خواته روان دی او موږ به یې په نږدې وختونو کې تجزیه ووینو.»

د چارو یو شمېر نور څارونکي بیا وایي، اوس مهال پاکستان له درېیو لویو امنیتي، سیاسي او اقتصادي ننګونو سره مخ دی او حکومت یې د ستونزو حل په ځای ستونزې لا زیاتوي.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د پاکستان مشران د دې په ځای چې خپلو ستونزو ته متوجه شي او د بحرانونو هوارولو لپاره لارې پيدا کړي، لګیا دي او هڅه کوي چې افغانستان او هندوستان ملامت کړي. ریښتیا خبره دا ده چې پاکستان په یوه څاه کې لوېدلی، خو له څاه څخه د ځان ایستلو په ځای نور هم ځان غرقوي.»

له تېرو څو لسیزو راهیسې د پاکستان کورنی سیاسي وضعیت له خورا سختو ننګونو سره مخ دی او ولسي خلک یې وخت ناوخت پر وړاندې پراخ‌ لاریونونه او پرلټونه کوي، خو د کلونو په تېرېدو سره لا هم د دې هېواد پوځي رژیم د خپلو ولسي خلکو غوښتنو ته غاړه نه ‌ده ایښې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو
نړۍ

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist