Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تازه ارزونه: پاکستان کې امنیتي پېښې ۲۹ سلنه زياتې شوې دي

تازه ارزونه: پاکستان کې امنیتي پېښې ۲۹ سلنه زياتې شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/05

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټېټیوټ په دې هېواد کې د تېرې اکټوبر میاشتې د امنیتي پېښو راپور خپور کړی.

په دې راپور کې ویل شوي، په اکټوبر میاشت کې د تېرې سپټمبر میاشتې په پرتله په پاکستان کې د امنیتي پېښو شمېر ۲۹ سلنه زیات شوی او زياته شوې چې دا پېښې د پاکستاني پولیسو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ شوې دي. 

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټېټیوټ ویلي: « د اکټوبر په میاشت کې ټولټال ۴۵۸ کسان وژل شوي. د سپټمبر په پرتله د اکټوبر په میاشت کې د امنیتي پېښو کچه ۲۹ زیاته شوې. په سپټمبر کې ټولې ۶۹ امینیتي پېښې ثبت شوې وې، په داسې حال کې چې اکټوبر میاشت کې بیا دا کچه ۸۹ پېښو ته رسېدلې؛ خو د دغو بریدونو د انساني تلفاتو کچه بیا ۱۹سلنه راکمه شوې ده.»

راپور همدا راز زیاتوي، تېره اکټوبر میاشت کې په پاکستان کې د انساني تښتونو کچه ریکارډ کچې ته رسېدلې. د راپور پر بنسټ، د تحریک طالبان پاکستان(ټي‌ټي‌پي) د بریدونو پر مهال ۵۵ تنه چې ډېری یې پاکستاني پولیس دي، ژوندي نیول شوي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټېټیوټ ویلي: « د ټي‌ټي‌پي له لوري بلوچستان، قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا، سند، پنجاب او شمالي سیمو کې د ۸۹ بریدونو پر مهال ۵۵ تنه چې ډېری یې پاکستاني پولیس دي، ژوندي نیول شوي او له ځان سره یې تښتولي دي.»

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټېټیوټ په راپور کې دغه راز راغلي، په دغو امنیتي پېښو کې ټولټال ۷۲ پاکستاني عسکر وژل شوي او د عامو وګړو په ګډون شاوخوا ۱۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د چارو شنونکي بیا پاکستان کې روان وضعیت د دې هېواد د پوځي او حکومتي چارواکو ناکام سیاستونه بولي او په خبره یې، که دا هېواد د خپلو خلکو غوښتنې ونه ‌مني، روان وضعیت به ډېرې ناوړه پایلې ولري.

پخوانی ډېپلومات عزیز معارج وايي: « د پاکستاني چارواکو، ملکي او نظامي ادارو د ناسمو پالیسیو او فساد له امله اوس د دوی ملت او قومونه چې ځینې یې اشغال دي او ځینې نور ناراضه دي، راپورته شوي او اجازه نه کوري چې دوی د دین او اسلام په نوم ناوړه ګټه پورته کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « که چېرې د پاکستان حکومت او پوځیان غواړي د تېر په څېر له هند او افغانستان سره د جګړو له لارې د خلکو ذهن مصروف وساتي او داسې ورته وښيي چې دا زموږ د ښمنان دي او د دوی د کنټرول لپاره باید موږ ته امتیازونه راکړل شي، دا حیله نوره کار نه کوي. اوس په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي وسله وال پاڅون روان دی او خپلې غوښتنې لري.»

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټېټیوت داسې مهال په دې هېواد کې د امنیتي پېښو د لوړې کچې خبر ورکوي چې د راپورونو له مخې د ټي‌ټي‌پي یا تحریک طالبان پاکستان له لوري د خیبرپښتونخوا اړوند اورکزیو ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځیانو پر موټریز کاروان وروستي برید کې له ۳۰ زیاتو پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو ادعا شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو
نړۍ

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist