په پاکستان کې د افغان کډوالو نيولو، ځورولو او جبري اخراج په لړ کې دا ځل د دې هېواد په پنجاب ايالت کې هم د افغانانو د تشخيص او په زور يې د شړلو لړۍ پيل شوه.
د پنجاب اعلی وزيرې مريم نواز خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی چې افغانانو ته په کرايې د کورونو نه ورکولو سربېره ورسره هېڅ همکاري ونه کړي، کنه نو په خبره يې، پر وړاندې به يې جنايي دوسيې جوړې کړي.
په دې اړه خپرو شویو راپورونو کې ويل شوي چې له پوليسو او استخباراتي ادارې تشکيل شوي مختلط ټيمونه په پنجاب کې ګمارل شوي، ترڅو افغان کډوال تشخيص او اخراج کړي.
د پنجاب اعلی وزيرې مريم نواز ویلي: « کارکوونکو ته امر شوی چې د هر هغه چا پر وړاندې چې خپل شخصي ملکيت افغانانو او يا نورو بهرنيو وګړو ته په کرايې ورکوي، په بېړه دې پر قضيه ثبت کړي. هغه افغانان دې هم له قانوني اقداماتو سره مخ شي چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې کار کوي.»
له دې سره، په خواله رسنيو کې هم ځينې داسې ویډيوګانې لاس په لاس کېږي چې پوليسو په پنجاب ايالت کې د افغان کډوالو د نيولو لپاره په لوډسپيکرونو کې اعلانونه کوي.
د پنجاب پولیسو له خوا په یوه اعلان کې ویل کېږي: « هر هغه څوک چې افغان کډوالو ته کور يا دوکان په کرايه ورکړي او په دې اړه له افغانانو سره کومه معامله وکړي، د قانون خلاف کار ګڼل کېږي او سرغړوونکو سره يې قانوني چلن کېږي.»
په ورته مهال، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، په پنجاب کې يې پر وړاندې د تازه پيل شویو اقداماتو له امله له سخت کړاو سره مخ دي او په افغانستان کې د ژمي رانږدې کېدو ته په اشارې له نړيوالو سازمانونو غواړي چې پر پاکستان د دوی د اخراج مخنيوي لپاره فشار راوړي.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال مجاهد شينواری وايي: « په درې واړو صوبو کې افغان مهاجرین د پولیسو له خوا ځورول کېږي، وهل کېږي، زندانونو ته اچول کېږي او بیا تورخم ته انتقالېږي. دا چې اوس لاره بنده ده، نو د افغانانو کډې په موټرو کې ولاړې پاتې دي، نه یوازې له سختو ستونزو سره مخ دي بلکې په کرایه نیولو موټرو کرایې هم څو چنده ورته لوړې شوې دي.»
له دې سره د کډوالو حقونو مدافعان هم د افغانانو پر وړاندې د پاکستان اوسنۍ پرېکړې د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف ګڼي او ټينګار کوي چې اسلام اباد تل پر کابل د فشار راوړلو لپاره له کډوالو ابزاري استفاده کړې.
د کډوالو د حقونو مدافع محمدخان طالبي محمدزی وايي: « نړیوالې ادارې باید دغې چارې ته جدي رسېدنه وکړي. دا موضوع باید سیاسي نه شي او مهاجرینو ته اجازه ورکړل شي چې له نړیوالو اصولو سره سم په کوربه هېواد کې پاتې یا داوطلبانه ستانه شي. پاکستان باید د افغانانو د اخراج لړۍ په تدریجي توګه ترسره کړي.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تازه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو وړاندې يې ورته د لنډمهالو او اوږدمهالو اسانتياوو برابرولو په موخه تل په داوطلبانه او باعزته توګه د افغان کډوالو پر راستنولو ټينګار کړی.