د اقتصادي همکاريو سازمان(ایکو) څلورمه غونډه د دوشنبې په ورځ د ايران په کوربه توب د دې هېواد په پلازمېنه تهران کې پيل شوه.
ټاکل شوې د دې دوه ورځنۍ ناستې په لړ کې د ګډونوالو هېوادونو استازي پر امنيتي، اقتصادي او سرحدي همکاريو بحثونه وکړي.
د افغانستان له لوري د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين صدرابراهيم په مشرۍ پلاوی هم ورغلی او له همدې کبله حکومت ډاډه دی چې ياد پلاوی به له فرصت په ګټنې سره په افغانستان کې د سيمه ييزو پروژو پر تطبيق او اقتصادي ودې تمرکز وکړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین ډاکټر عبداللطیف نظري وايي: « د اقتصادي همکاریو سازمان په ناسته کې د اسلامي امارت د استازي حضور د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول لوبولی شي. موږ د ګډو پروژو او دغه راز د مشترکو اقتصادي، تجاري او ټرانزیټي همکاریو له لارې کولی شو د افغانستان او سیمې د اقتصادي ودې لپاره ګامونه پورته کړو.»
شنونکي د ايکو سازمان له غړيو هېوادونو سره د افغانستان اړيکې مهمې بولي او دې ته په پام تهران ته له تللي پلاوي غواړي چې يادو هېوادونو ته د اړيکو په اړه خپله لېوالتيا په ډاګه کړي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « طالبان غواړي د نړۍ له ټولو هېوادونو سره تعامل وکړي مګر له بده مرغه دا هېوادونه د افغانستان او اسلامي امارت پر وړاندې ښه نیت نه لري. له همدې امله، ایکو ناسته کې د طالبانو ګډون ښه فرصت دی او باید دا هېوادونه له افغانستان سره خپل سیاسي او اقتصادي مسایل حل کړي.»
ځیني نور بيا د ايکو سازمان په غونډه کې د حکومتي پلاوي ګډون په اقتصادي اړيکو کې ارزښناک يادوي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیبالرحمن شمال وايي: « په اقتصادي مسایلو کې د نړۍ د پاملرنې جلبول او کولی شي د ایکو سازمان په څېر نورو سازمانونو همکاري جلب کړي. دا یو فرصت دی چې په کې د افغانستان د خلکو د اقتصادي مسایلو هوارولو په اړه ګامونه پورته شي.»
ایکو سازمان په ۱۹۸۵ کال کې د ایران، ترکیې او پاکستان له خوا د غړیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي همکاریو د پياوړتیا په موخه رامنځته شو. دې سازمان په ۱۹۹۲ زیږدیز کال کې پراختیا پیدا کړه او افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبېکستان يې هم غړیتوب ترلاسه کړ.