د ترکیې په استانبول کې د درېیمې پرله پسې ورځې لپاره هم د افغان او پاکستاني مذاکراتي ټیمو ترمنځ خبرې وشوې.
که څه هم د ناستې د پایلو په تړاو رسمی څه نه دي ویل شوي؛ خو شمشاد ته سرچینو تایید کړې چې دواړه خواوې په ډېرو مواردو کې پرمختګونو ته رسېدلي، یو څه جزییات لا پاتي چې ښايي پرې بحث لپاره ناسته وغځېږي.
سرچینه تمه ښيي چې د مذاکراتو تر پایه به د اوربند غځېدو، د لارو خلاصېدو، د دواړو خواوو له لوري د بندیانو ازادېدو او د راتلونکې ناستې د نېټې او ځای ټاکلو په اړه مشترکه اعلامیه خپره شي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « خبرې اترې دوام لري او دا د دواړو هېوادونو په ګټه دي، مهمه نه ده چې یوه ورځ که لس ورځې دوام کوي، خو په پای کې به حتمن توافق ته سره رسېږي. د جګړو او تاوتریخوالي په پرتله د مذاکراتو ترسره کول او د خبرو له لارې د ستونزو هوارول د دواړو ملتونو او هېوادونو په ګټه دي.»
بل پلو، ځینو پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د مقابل لوري مذاکراتي ټیم له افغان پلاوي څو غوښتنې کړې چې د پاکستان ضد وسله والو ډلو ملاتړ نه کول، د دې ډلو پر وړاندې د استخباراتي معلوماتو شریکول او پر وړاندې يې د ګډو پوځي عملیاتو ترسره کول غټ ټکي ياد شوي.
خو د اسلامي امارت ویاند که څه هم د مذاکراتو د دوام خبره کوي مګر د ناستې د جزییاتو په اړه څه نه وايي او د پاکستاني لوري له ادرسه خپاره شوي معلومات دقیق نه ګڼي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي: « موږ حکم نه شو کولی چې د مذاکراتو نتیجه به څه وي، خو باید تم شو چې خبرې پای ته ورسېږي او پایله یې هم راووځي. هغه خبرې چې د پاکستان له خوا د خبرو په جریان کې اورېدل کېږي او یا ځینې تحلیلونه د باور وړ نه دي.»
ځینې نا تایید شوي معلومات دا دي چې د استانبول په ناسته کې پنځه کسیز افغان مذاکراتي ټیم چې مشري یې رحمتالله نجیب کوي، هم له مقابل لوري مهمې غوښتنې کړې.
د معلوماتو له مخې، د افغانستان هوايي او ځمکني حریم نه نقضول، افغانستان ته داعش د هغو غړو سپارل چې په پاکستان کې مېشت دي او د تحریک طالبان پاکستان(ټيټيپي) غورځنګ مسئله افغانستان پورې نه تړل یې مهمې غوښتنې دي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « زه فکر کوم د پاکستان د غوښتنو پوره کول به ډېر مشکل کار وي، ځکه دوی فکر کوي چې ټيټيپي د افغانستان اسلامي امارت په ولکه کې ده او موږ به یې را تسلیم کړي. زما په اند دا خبره ځکه ګرانه ده چې ټيټيپي هم خپلې غوښتنې لري او حق لري هغه څه چې دوی یې د ځان او خپل ولس لپاره غواړي، پاکستان یې باید ورکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی معینګل څمکنی وايي: « دا چې پاکستان د مذاکراتو پرمهال ګواښ هم کوي، دا خپله له نړیوالو حقونو او د ګاونډیتوب له اصولو څخه سرغړونه ده.»
د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۹مه په دوحه کې تر یوې ورځنیو خبرو اترو وروسته، د درېیمې ورځې لپاره هم د ترکیې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستۍ را ولاړې شوې شخړې د حل په موخه د دواړو لوریو ترمنځ مذاکرات وشول.