د دويمې نړيوالې جګړې له پایته رسېدو وروسته په ۱۹۴۵ زیږدیز کال د اکټوبر پر ۲۴ مه نېټه ملګرو ملتونو نړيوال سازمان په رسمي توګه جوړ او فعاليت يې پیل کړ او دغه ورځ هر کال پر همدې نېټه د دې سازمان له لورې نماځل کيږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ( یوناما) د دې سازمان د ۸۰ یمې کلیزې په مناسبت خپرې کړې اعلامیه کې په افغانستان کې له نړیوالې ټولنې سره یو ځای د سولې، امنیت، بشري حقونو، عدالت او دوامدار پرمختګ برخه کې پر کار کولو ټینګار کړی دی.
په اعلاميه کې راغلي، د ملګرو ملتونو اړوند ادارې د میلیونونو افغانانو لپاره د زده کړو، روغتیا، پاکو اوبو او د ژوند د چارو د اسانتیاوو زمینه برابره کړې، خو له دې سربېره لاهم افغانستان له ژورو ننګونو سره مخ دي.
د اعلامیې یوه برخه:« افغانستان د میلیونونو راستانه شویو کسانو د منلو فشار زغمي او اقلیمي بدلون دغه ستونزې لا پسې زیاتې کړې، ځکه وچکالي، سېلابونه او د چاپېریال خرابوالی د خوړو امنیت او د خلکو د ژوند سرچینې ګواښي. د ښځو او نجونو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او د زده کړو، کار، او عامه ژوند کې د ګډون محدودیتونه د اساسي حقونو او د هېواد راتلونکي ته زیان رسوي.»
یوناما داسې مهال په افغانستان کې له دغو ننګونو اندیښنه څرګندوي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېریش د دې سازمان د ۸۰ یمې کلیزې په مناسبت خپاره کړي پيغام کې له ستونزو سره مخ هېوادونو لپاره د نړيوالې ټولنې په مرستو او همکارۍ ټېنګار کړی.
هغه زیاته کړې:« اوس نړۍ باید د هغو ستونزود حل لپاره خپله ژمنه نوې کړي چې هېڅ هېواد یې په یوازې ځان نه شي حلولی. د ملګروملتونو د کلیزې په مناسبت راځئ چې سره یو موټی شو او د ملګرو ملتونو دا فوق العاده ژمنه پوره کړو. راځئ نړۍ ته وښیو چې څه امکان لري کله چې “موږ، د ملګرو ملتونو ولسونه” په ګډه کار کولو ته ملا وتړ.»
ورته مهال اسلامي امارت د ملګروملتونو د ۸۰ يمې کليزې په مناسب غوښتنه کوي، په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ دې اسلامي امارت ته وسپارل شي.
په قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین وايي، د افغانستان له استازي پرته د دې سازمان ډېر شمېر فعاليتونه اغېمن شوې دي.
شاهين زیاتوي:« له تېرو څلورو کلونو راهیسې د افغانستان ولس استازی په ملګرو ملتونو کې شتون نه لري، په دې وجه د افغانستان د ولس واقعي غوښتنې او ځمکني واقعیتونه دغه نړیوال ستېج ته نه دي رسېدلي او نړیوال ترې ناخبره دي. زما غوښتنه دا ده چې ملګري ملتونه په تېره بیا د ملګرو ملتونو د اعتبار کمېټه د انصاف او ځمکنیو واقعیتونو پر اساس چې اوس په افغانستان کې شتون لري، د هغې پر اساس دې فیصله وکړي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري. »
افغانستان د نړۍ د هغو ۵۱ هېوادونو له جملې دی چې د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال يې د ملګرو ملتونو د جوړېدو له کال راهیسې د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړی دی.
د دې سازمان د جوړېدو لویه موخه د جګړو مخنیوی ، د سولې، امنیت، همکارۍ او د انساني حقونو لپاره کار کول دي.