افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې(اوچا) د اګسټ میاشتې بشري وضعیت په اړه راپور خپور کړی.
په راپور کې راغلي، د کونړ وروستۍ مرګونې زلزلې، راستنېدونکو افغانانو لوړې کچې او اقلیمي بدلونونو میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړ کړي دي.
اوچا زیاته کړې، د کونړ زلزلې له امله نږدې شپېته زره کسان په مستقيم ډول اغېزمن شوي او څه باندې اته نيم زره کورونه په بشپړ ډول ویجاړ یا زيانمن شوي دي چې اوسېدونکي یې بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.
د اوچا د راپور په یوه برخه کې راغلي: « د زلزلې له امله نږدې شپېته زره کسان په مستقيم ډول اغېزمن شوي او څه باندې اته نيم زره کورونه ویجاړ يا زيانمن شوي دي. بنسټيزې زېربناوې اغېرمنې شوې، سړکونه وېجاړ، مخابراتي اړیکې پرې، روغتيايي مرکزونه له زيات فشار سره مخ شوي او د اوبو سرچينې په بشپړ ډول ویجاړې یا زیانمنې شوې دي.»
د اوچا په راپور کې دغه راز له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو لوړه کچه او وچکالي هغه لاملونه بلل شوي او وايي، له امله یې د اړمنو افغانانو شمېر زیات شوی.
د راپور په یوه بله برخه کې راغلي: « د پاکستان له لوري د پياوآر کارت لرونکو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړې له کبله، راستنېدونکو افغانانو ته د بشري ادارو د خدماتو وړاندې کول ستونزمن کړي. پاکستان کې لا هم د دې کارت لرونکي شاوخوا ۱.۴ ميليون افغان کډوال ژوند کوي چې د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي. د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو له امله ۲۰۲۵ کال د افغانستان لپاره د وروستۍ نيمې پېړۍ تر ټولو سخت کال و چې له کبله یې تر ۵۰ سلنې پورې خړوبېدونکې ځمکه زيانمنه شوې ده.»
د اوچا په راپور کې دغه راز راغلي، د افغانستان لپاره د دې ادارې بشري همغږي کوونکي د روان کال له سپټمبر تر ډسمبر میاشتې پورې له ۴۵۷ زره اړمنو کسانو سره د بېړنیو مرستو لپاره د ۱۳۹.۶ ميليونه ډالرو پلان اعلان کړی.
د چارو شنونکي بیا د اوچا له لوري بشري وضعیت په اړه وروستي خپور شوي راپور ته بېلابېل نظرونه لري.
شنونکي باور لري، چې له سیاسي مسایلو سره د بشري مرستو تړل د ستونزو د حل پر ځای وضعیت لا بحراني کولی شي، خو یو شمېر نور بیا له نړیوالو مرستندویه او بسپنه ورکوونکو سازمانونو د اړمنو افغانانو د لاسنیوي غوښتنه کوي.
د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « په تېرو څلور کالو کې نړیوالو بنسټونو یوازې اعلامیې خپرې کړې او وویل چې د افغانستان خلک له فقر سره مخ دي او باید بشري مرستې ور ورسول شي. دو تقابلات مطرح کړل او مرسته رسونې یې سیاسي کړې.»
د چارو شنونکی نجیبالرحمان شمال وايي: « لکه څرنګه چې ومو لیدل، په وروستیو کالو کې د زلزلې، وچکالۍ او سېلابونو په څېر طبیعي پېښو او دغه راز پر افغانستان د محدودیتونو وضع کېدو، بشري وضعیت له پخوا څخه بدتر کړ او میلیونه افغان وګړي یې بهرنیو بشري مرستو ته اړ کړل. دغه وضعیت د اوچا په وروستي راپور کې هم مطرح شوی. زه هیله لرم چې نړیواله ټولنه او ستر خیریه بنسټونه د افغانستان خلک په داسې حال کې چې بشري مرستو ته اړتیا لري، یوازې پرې نه ږدي.»
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې له اړمنو سره د لاسنیوي لپاره پر ګډ کار او بسپنې ورکولو ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې د اغېزمنو وضعیت ته نه رسېدنه به ناوړه پایلې ولري.