پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین د نیولو امر صادر کړی.
راپورونه وايي، دا پرېکړه له هغه وروسته شوې چې پاکستان د افغانستان پر ځینو ولایتونو یرغل وکړ او منظور پښتین نه یوازې دا بریدونه وغندل بلکې ترهګريز عمل یې هم وباله.
د پنجاب ترهګرۍ ضد محکمې په حکم کې راغلي، د پښتین له نیول کېدو وروسته به د نوموړي خلاصولو لپاره هېڅ ډول ضمانت هم نه منل کېږي.
د پنجاب ترهګرۍ ضد محکمې په حکم کې ویل شوي: « موږ ټول هغه کسان په نښه کوو چې د پاکستان په ناامنۍ کې لاس لري او یا یې کلک ملاتړ کوي. د هغو کسانو به هېڅکله ضمانت هم ونه منل شي چې په دغو کړنو کې ښکېل پاتې شي.»
د پاکستان دې پرېکړې پر وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه ښودل شوي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي حنیف پښتین ویلي، منظور احمد پښتین د وخت زورور، مکار او ظالم ریاست پر وړاندې په تش لاس مسلسلې بریاوې ترلاسه کړې دي.
د دې غورځنګ نور مخکښان بیا وایي، د پښتین ژوند د دوی لپاره سره کرښه ده او د حق غوښتنې سوله ييزې مبارزې ته به د تېر په څېر ادامه ورکوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي شورا غړی زکیم خان وزیر وايي: « موږ مخکې هم بار بار ویلي دي چې د مشر ژوند زموږ لپاره سره کرښه ده او که چېرې کوم څه وشي، موږ به خپل سیاسي حرکت هم ساتو او په درنه کچه به راوځو او مخنیوی به کوو. پيټياېم د ملت حرکت او که ریاست د منظور د نیولو هڅه وکړي، ملت به یې مخې ته درېږي.»
د چارو څارونکي بیا وایي، د پاکستان پوځي رژیم له هره اړخه هڅه کوي چې د افغانستان اصلي خواخوږي وځپي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « دا نه یوازې د انساني او بشري حقونو خلاف عمل دی بلکې د پښتنو د حقونو او پښتون انسان په خلاف د پنجاب ریاست د ناوړه سټراټیژيو د دوام یوه کړۍ ده.»
د چارو یو شمېر نور څارونکي هم د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې پرېکړه غیرعادلانه بولي او وایي، دا ډول کړنې د ستونزو حل پر ځای ستونزې لا زیاتوي.
د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « دا پرېکړه د پنجاب لېونتوب ښيي چې وايي منظور پښتین باید ونیول شي. د دې پر ځای چې د پنجاب رژیم له خپلو خلکو سره مفاهمې ته کېني، جرګه را وغواړي او د خلکو ستونزې واوري، هڅه کوي هغه کسان هم تشدد ته مجبور کړي چې سوله ییزه مبارزه کوي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین په خپلې وروستۍ وینا کې ویلي چې پر بې ګناه افغانانو د بمبار او وژنو دوام د پاکستان له خوا د ترهګرۍ څرګند اقدام دی او باید په نړیواله کچه وغندل شي.
څو میاشتې وړاندې د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د ممنوعه خوځښتونو په لېست کې شامل کړ او د دې غورځنګ پر فعالیتونو یې محدودیتونه ولګول.