Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د مصر په شرم‌الشېخ ښار کې د غزې د اوربند په اړه نړیواله غونډه وشوه

د مصر په شرم‌الشېخ ښار کې د غزې د اوربند په اړه نړیواله غونډه وشوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/14

په غزې کې د دايمي اوربند لپاره لا هم باوري تضمين نه دی ترلاسه شوی، خو د واشنګټن له لوري هلته  د جګړې درولو هڅو عملي بڼه خپله کړې.

د راپورونو له مخې، په غزې کې د اوربند لپاره د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د وړانديز شوې طرحې مهم شرطونه حساس دي او هر شېبه له طرحې د سرغړونې خطر موجود دی.

په تدریجي توګه د حماس بې وسلې کېدل او د يوه مکانېزم له مخې يې د فلسطين په حکومتي ځواکونو کې د جنګياليو ادغام د هوکړې سخت شرطونه دي او د نه پلي کېدو په صورت کې د اسرایيلو له خوا له يادې طرحې سره د احتمالي مخالفت خطر لا پر ځای دی.

خو له دې اندېښنو سره، حماس د اسراییلو ټول برمته نیولي وګړي خوشې کړل او تمه ده چې اسرایيل به هم په ورته اقدام کې شاوخوا ۲زره فلسطينيان خوشي کړي.

له بلې خوا، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شرم الشيخ په ناسته کې له ګډون وړاندې اسرایيلو ته تللی او هلته يې د دې هېواد پارلمان يا کېنېسټ ته وينا کړې. ټرمپ الوتکې ته د پورته کېدو پر مهال خبريالانو ته په تکرار ويلي چې د غزې جګړه يې پای ته رسولې.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: « تاسو په دې پوه شوئ چې جګړه نوره پای ته رسېدلې.»

د شرم الشيخ په ناسته کې د بریټانیا، جرمني، فرانسې، هسپانیا، ايټاليا او يو شمېر نورو لوېديځو او عربي هېوادونو مشرانو ګډون کړی او د ملګرو ملتونو پر چارواکو سربېره د نړيوالو سازمانونو استازي هم ورغلي دي.

د بریټانیا لومړي وزير ويلي، هېواد يې د غزې له اقتصادي پرمختګ سره مرسته کوي او په سيمه کې د ثبات پلوی دی.

د بریټانیا لومړی وزير کې یرسټارمر ویلي: « بریټانیا چمتو ده چې د غزې په بیا رغونه کې مرسته وکړي او موږ به له خپلو شریکانو سره کار وکړو، تر څو د سیمې لپاره یوه باثباته راتلونکی یقیني کړو.»

د الجزيرې د راپور له مخې،  په غزې کې اوس خلک خوړو، درملو او استوګنځايونو ته جدي اړتيا لري. دوی خپلو سيمو ته له ستنېدو وروسته اوس په کنډواله شويو کورونو کې ژوند کوي.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال وايي، له يک‌ شنبې راهيسې يې په غزې کې د بشري مرستو رسولو پروسه چټکه شوې.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال ټام فليچر وايي: « زموږ د بشرپالنې هڅې په غزې کې چټکې شوې دي. پرون مو يو څه ریښتینی پرمختګ وکړ.»

د ګارډين ورځپاڼې د راپور پربنسټ، له مصر وړاندې اسراييلو ته د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر موخه له اسرایيلي چارواکو څخه د اوربند طرحې په اړه د ملاتړ ترلاسه کول وو.

خو يو شمېر نړيوالو رسنيو بيا په شرم الشيخ ناستې کې چې د غزې اوربند لپاره حياتي ارزښت لري، د اسراییلو د استازي ګډون نه کول، د اوربند اوږدمهاله هوکړې پر وړاندې د جدي خنډ په توګه مطرح کوي. دوی وايي، په دې غونډه کې به له اسرایيلو څخه د تضمين هېڅ ډول سند وجود ونه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist