Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
څېړنې: په پاکستان کې د نا امنیو او وژنو ګراف لوړ شوی

څېړنې: په پاکستان کې د نا امنیو او وژنو ګراف لوړ شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/08

د اسلام‌اباد د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په یوه راپور کې ویلي، د روان کال لومړیو نهو میاشتو کې د تېر کال په پرتله د امنیتي پېښو کچه په بې ‌مخینې ډول لوړه شوې.

راپور کې راغلي، د ۲۰۲۵ کال یوازې په درېیو ربعو کې شاوخوا ۲۴۱۴ کسان وژل شوي، حال دا چې دا کچه په ټول ۲۰۲۴ کال کې ۲۵۴۶ تنه وه.

د تېر کال لومړیو درېیو میاشتو کې ۲۵۴ کسان د بېلابېلو امنیتي پېښو له امله وژل شوي وو، خو د روان کال په همدې موده کې بیا نیږدې ۹۰۰ کسان وژل شوي.

د اسلام‌اباد څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز راپور کې زیاته شوې: « د ۲۰۲۵ کال لومړۍ ربع (درېیو میاشتو) کې ټولې ۳۵۴ امنیتي پېښې شوې چې په کې ۸۹۷ تنه وژل شوي او ۵۴۲ نور ژوبل شوي دي. دغه پېښې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوې.»

د راپور د معلوماتو له مخې، دا شمېرې د تېر کال د لومړۍ ربع په پرتله نږدې ۴۴ سلنه زیاتوالی ښیي. همدارنګه، په راپور کې د کال دویمه ربع هم د پاکستاني پوځیانو لپاره مرګونې بلل شوې. د سرچینې په خبره، له اپرېل ترجون میاشتې د وژل شویو کسانو کچه ۶۱۵ ته رسېدلې، حال  دا چې تېر کال دا شمېر ۲۲۰ تنه وه.

د اسلام‌اباد څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز راپور کې زیاته شوې: « د ۲۰۲۵ کال په دویمه ربع کې ټول ۲۹۷ امنیتي پېښې رامنځته شوې چې له امله یې ۶۱۵ تنه وژل شوي او ۳۸۸ نور ژوبل شوي دي. دغه پېښې په خیبر پښتونخوا، بلوچستان، اسلام‌اباد، ازاد کشمیر او پنجاب کې شوې دي.»    

د سرچینې په خبره، د روان کال په دویمه ربع کې د تلفاتو شمېر د تېر کال پرتله ۱۷.۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

همدارنګه، د ۲۰۲۵ کال وروستیو درېیو میاشتو کې بیا د تلفاتو کچې ته په کتو پاکستاني پوځ لپاره تر ټولو خونړۍ وې. په جولای، اګسټ او سپټمبر میاشتو کې د امنیتي پېښې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي چې له امله یې شاوخوا ۹۰۰ کسان وژل شوي.

د اسلام‌اباد څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز راپور کې ویل شوي: « د ۲۰۲۵ کال په درېیمه ربع کې ټولټال ۳۲۹ امنیتي پېښې شوې چې له امله یې ۹۰۱ تنه وژل شوي او ۵۹۹ نور ژوبل شوي دي. دغه پېښې هم تر ډېره خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوې.»  

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴زېږدیز کال لومړیو نهو میاشتو کې د وژل شویو ټول شمېر ۱۵۲۷ تنه و، خو روان کال بیا تر اوسه د مړینو کچه ۲۴۱۴ تنو ته رسېدلې چې د تېر کال په پرتله نږدې ۴۶سلنه زیاتوالی ښیي.

د سرچینې په خبره، په وژل شویو کسانو کې پاکستاني نظامیان، د حکومت وسله ‌وال مخالفین او عام وګړي شامل دي.

شنونکي بیا په پاکستان کې د امنیتي پېښې لوړ ګراف ته په اشارې د افغانستان په ګډون یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د دغه هېواد له لوري د ناکامو سیاستونو تعقیب او خپله خاوره کې وسله ‌والو ډلو ته د خوندي پټنځایونو ورکول ګڼي.

د نړیوال اړیکو کارپوه نجیب‌الرحمان شمال وايي: « ترهغو چې پاکستان د افغانستان په اړه خپلو ژمنو او دغه راز په پاکستان کې له ترهګرو ډلو سره مبارزه کې صادقانه عمل ونه کړي، دغه نا امنۍ به سرتاسري شي او ټول پاکستان ته به وغځېږي.»

راپورونه ښیي چې پاکستان کې امنیتي پېښې وروستیو کې په بې ‌مخینې ډول زیاتې شوې دي. د اسلام‌اباد د څېړنو او مطالعاتو مرکز اټکل کړی چې که په دې هېواد کې اوسنۍ لړۍ دوام وکړي، ۲۰۲۵ کال به د تېرو لسو کلونو پرتله د پاکستان لپاره تر ټولو خونړی کال وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو
نړۍ

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist