د هلمند صنعت او سوداګرۍ خوني مسوولین وایي، په دې ولایت کې هره میاشت تر٤٠٠ ټنو پورې نباتي غوړي تولیدیږي چې ډېره برخه یې د پنبې دانې څخه لاسته راځي.
د دوی په خبره، هلمند ولایت اوس د خوراکي غوړیو د تولید له پلوه پرځان بسیا شوی او نورو ولایتونو ته هم د لېږد لړۍ پيل شوې ده.
د هلمند سوداګرۍ خوني اجرايي مدیر قدرت الله توخی وايي: « موږ په هلمند ولایت کې ۷۶ کارخونې لرو چې په کې ۲۵ کارخونې غوړي تولیدوي او ۵۶ یې اوس فعاله دي. دغه ۲۵ کارخونې په یوه میاشت کې ۴۰۰ ټنه غوړي تولیدوي. هلمند کې تولید شوي غوړي خپله هلمند ولایت کې مصرفېږي او شمالي ولایتونو ته هم استول کېږي.»
یو شمېر هغه سوداګر چې په لښکرګاه ښار کې د پنبې دانې تولید شویو غوړیو هټۍ لري، د خپل کاروبار له ښه کېدو خبر ورکوي او وايي، هره ورځ له ١٠٠٠ تر ۲۰۰۰ لېټرو د پنبې دانې غوړي پلوري.
د دوی په خبره، د پنبې غوړیو کیفیت ښه دی او له همدې امله تر پخوا ښه پېرودونکي لري.
د غوړیو پلورونکی ابراهیم شاه وايي: « دلته اوس ډېر ښه غوړي تولیدېږي، ما د امارت په راتګ سره د غوړیو کاروبار پيل کړی؛ که څه هم په لومړي سر کې مو فروشات ډېر کم وو، خو اوس یې پېر او پلور زیات شوی. زه له دې دوکان څخه هر ورځ تر ۱۳ بېلرو غوړي پلورم.»
د هلمند اوسېدونکې خوښ دي چې خپل ولایت کې یې له کرنیزو محصولاتو تولید شوي غوړي استفاده کوي.
دوی له مسوولینو غوښتنه کوې چې د غوړیو د بسته بندۍ ترڅنګ دې د قېمتونو په ټیټولو کې هم هڅې وکړي.
د هلمند اوسېدونکی جان محمد وايي: « غوړي ښه دي، خو تر پخوا ډېر ګران شوي، موږ هیله لرو چې بیې یې راټیټې شي.»
د هلمند اوسېدونکی ضیاالحق وايي: « ډېر ښه او با کیفیته غوړي دي او هرڅوک کولی شي لاسرسی ورته ولري.»
هلمند کې د پنبې پروسېس ٧٦ کارخونې شته چې د شاوخوا٦٠ فعاله فابریکو له ډلې یې ٢٥ د غوړیو، صابون او کنجاړې تولیدات لري او په ورځني ډول ترې شاوخوا ١٦ ټنه غوړي لاسته راځي.