Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فلسطیني چارواکي: پر غزې د اسرائیلو بریدونو له پيل تر اوسه څه باندې ۸ زره کسان وژل شوي

د اسراییلو او حماس مذاکرات؛ لاهم پر غزې د اسراییلو بریدونه دوام لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/07

د سې‌شنبې پر ورځ په غزه کې د اسراییلو او حماس جګړې دوه کاله پوره شول.

دوه کاله وړاندې په همدې ورځ اسراییلو د هوا او ځمکې له لارې پر غزې د پراخو پوځي عملیاتو پرېکړه اعلان کړه.

د الجزیرې ټلوېزیون د راپور پر بنسټ، پر اسرایيلو د حماس برید کې شاوخوا ۱۱۳۹ اسرایيليان ووژل شول او ۲۰۰ نور د ياد غورځنګ له لوري يرغمل شول، خو پر غزې د اسراییلي پوځیانو خونړيو بریدونو د دوام په پایله کې تر دې دمه څه باندې ۶۷ زره فلسطیني وګړي شهیدان او نږدې ۱۷۰ زره نور ټپیان شوي.  

دغلته د جګړې د دوو کلونو تېرېدو په اړه حماس ويلي، چې اسرایيل د اوږمهاله جګړې له لارې د فلسطينيانو نسل وژنې ته دوام ورکوي او غواړي له خپلې خاورې يې وباسي.

دې غورځنګ نړۍوال او په ځانګړې توګه عربي هېوادونه تورن کړي، چې په غزه کې يې له روان وضعیت سره خواخوږي او همکاري له شرمه ډکه وه.

یاد غورځنګ ویلي: «اسراییلو د بې دفاع فلسطیني وګړو پر وړاندې خپل وحشي بریدونه  دوامدار ساتلي. نړۍواله همکاري چوپه ده او عربي هېوادونه په مرسته کولو کې ناکامه شوي.»  

امريکا په دې جګړه کې دوه ډوله رول، چې يو يې د دوام لپاره د اسرایيلو تسليحاتي ملاتړ او بل يې د درولو لپاره د منځګړي هغه دی، ادا کوي. د جګړې درولو هڅو په لړ کې يې يوه شل ماده‌ييزه طرحه وړانديز کړې، چې پر بنسټ يې په مصر کې د حماس او اسرایيلو ترمنځ مذاکرات هم پيل شوي او پرمختګونه پکې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي: «دوی ښه مخته تللي. مونږ به د اوونۍ تر پایه وګورو، چې څه پېښېږي؟ خو دوی ښه مخته روان دي.»

د ټرمپ په وړاندیز شوې طرحه کې هغه موارد، چې د حماس او اسراییلو ترمنځ په مذاکراتو کې د خنډ په توګه يادېږي، له غزې په بشپړه توګه د اسراییلي ځواکونو نه وتل او د حماس بې وسلې کولو شرطونه دي. 

یو شمېر اسراییلي رسنیو ته تایید کړې، چې د دغه هېواد ځواکونه به د غزې له هغو سیمو په شا نه شي، چې د اسراییلو امنیت ته ستراتیژیک ارزښت لري. بل لور د ملګرو ملتونو سرمنشي په غزې کې د  دایمي اوربند او جګړې درېدو لپاره د ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې تطبیق حیاتي ګڼي او پر ژر پلي کېدو یې ټینګار لري .

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټېریش وايي: « له دوو کلونو سختو ربړونو وروسته باید دا هېله ولرو، چې داسې یو موقع په لاس راغلې، څو دغه ناورین د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طرحې پر بنسټ پای ته ورسوو. دایمي اوربند او د یو باور وړ سیاسي بهیر رامنځته کول  د سولې لپار لاره پرانېزي . ملګري ملتونه به د سولې له ملاتړ پرته بله لار انتخاب نه کړي. »

په غزې تړانګه کې د اسراییلو له خوا بریدونه لا هم دوام لري، چې له جمعې ورځې راهیسې دغلته بمباریو له سلو زیات فلسطینان شهیدان کړي او لسګونه نور ټپیان دي.

د راپورونو پر بنسټ اسراییلي پوځیانو په دې دوه کلنه جګړه کې د غزې نږدې ۹۰ سلنه عامه تاسیسات، استوګنځي او زیربینايي بنسټونه ویجاړ کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist