Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تورخم لاره د ټرانزیټ پرمخ پرانیستل شوه

پاکستان له افغانستان سره د جنس په جنس سوداګرۍ هڅې کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/05

د پاکستان د مالیې او عوایدو فډرالي وزیر محمد اورنګ زېب په مشرۍ غونډه کې د دې هېواد د اقتصادي همغږۍ کمېټې ناسته کې له افغانستان، ایران او روسیې سره د سوداګرۍ پر څرنګوالي خبرې شوې.

ځینو پاکستاني رسنیو راپورو ورکړی چې په دې ناسته کې یادې کمېټې له ځینو هېوادونو سره د جنس په جنس سوداګرۍ مکانېزم د سمون په موخه مسوده منظوره کړې ده.

د سرچینې په خبره، له دې کار موخه دا ده چې له دې وروسته افغانستان، ایران او روسیې سره د دوه اړخیزو سوداګریزو مبادلاتو پرمهال د پیسو په ځای، جنس د جنس په مقابل کې تبادله شي.

د پاکستان اقتصادي همغږۍ کمېټې ویلي: « د پاکستان همغږۍ کمېټې له افغانستان، ایران او روسیې سره د بي ټو بي سوداګرۍ د سمون او اصلاح په موخه د جنس په جنس دوه اړخیزې سوداګرۍ مکانېزم مسوده منظوره کړه.»

جنس په جنس سوداګري که څه هم د سوداګرۍ ډېره پخوانۍ بڼه ده، خو دغه ډول تجارت په ځانګړو حالاتو کې خپلې ګټې او زیانونه لري.

د اقتصادي چارو شنونکي دا ډول راکړه ورکړه د هغو هېوادونو لپاره غوره ګڼي چې له نړیوالو مالي او بانکي بندیزونو او یا د نغدو پیسو له کمښت سره مخ وي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي: « کله چې تاسو توکي په توکو تبادله کوی، نو بهرنیو اسعارو ته اړتیا نه پېښېږي؛ ځکه چې تاسو په دې معامله کې له پیسو کار نه اخلی. دا کار کولی شي بهرنیو اسعارو ته اړتیا کمه کړي. جنس په جنس تبادله تر ډېره د بندیزونو په څېر ځانګړو حالاتو کې ترسره کېږي.»     

یو شمېر کارپوهان وايي، دا ډول تبادلات مستقیم او ډېر ساده وي او په ترسره کوونکو هېوادونو کې د محصولاتو ارزښت لوړوي.

خو زیانونه یې دا دي چې د جنس په جنس سوداګرۍ کې تر ډېره د تبادله کېدونکو توکو ارزښت یقیني او برابر نه وي او ښايي ټرانسپورټي او د توکو د ساتنې خطر لوړ کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « په تجارتي معاملاتو کې ډېر لږ داسې پېښېږي چې دوه تجاران داسې پیدا شي چې د یو بل جنس ته اړتیا ولري. دلته د ارزښت اندازه کولو بحث هم دی، یانې دا چې څنګه کولی شو د غنمو او غوړیو ترمنځ د تبادلې معیار یا اندازه انتخاب کړو. زما په اند، دا پروسه یو څه ستونزمنه ده.»          

له دې وړاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې له پاکستان سره د جنس په جنس سوداګرۍ د اتیا سلنه کار د مخکې تګ خبر ورکړی و.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم څو ورځې وړاندې له ایران او پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ کچې نوي ارقام خپاره کړل.

د دې نویو ارقامو له مخې، د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه یو میلیارد او ۱۰۸ میلیون ډالرو ته رسېدلې چې له ډلې یې ۳۰۴ میلیونه صادرات او ۸۰۴ میلیونه هغه یې واردات دي. د کارپوهانو په باور، دا ارقام له یاد هېوادونو سره د سوداګرۍ د بیلانس نا انډولي ښيي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist