Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
صنعتکاران: هلمند کې د برېښنا کمښت او تېلو لوړو بیو له امله ځینو کارخانو فعالیتونه درولي

صنعتکاران: هلمند کې د برېښنا کمښت او تېلو لوړو بیو له امله ځینو کارخانو فعالیتونه درولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/05

هلمند کې د پنبې د پروسېس یوې کارخونې له دې وړاندې په ۲۴ ساعتونو کې تر۳۰ ټنو تولید درلود او نږدې ۱۰۰ تنه کارګران په کې په کار بوخت وو، خو اوس یې د برېښنا کمښت او د تېلو لوړې بیې له امله خپل کارونه درولي دي.

د دغو تولیدې فابریکو مسوولین وايي، د کجکي برېښنا کموالي نه یوازې د دوی پر تولیداتو منفي اغېز کړی بلکې لګښتونه یې هم څو برابره زیات شوي او په پایله کې یې دوی اړ شوي چې د خپلو تولیدي فابریکو فعالیت ودروي.

دوی له حکومته غواړي چې د کجکي  برېښنا سربېره دې په هلمند کې د لمریزې برېښنا پروژې هم جوړې کړي.

د یوې تولیدي فابریکې مسوول محمد عارف وايي: « که موږ ۲۴ ساعته برېښنا ولرو، له ۱۰۰ تر ۱۵۰ تنو به په کار بوخت وي، خو که برېښنا نه وي، په تېلي ماشینونو موږ ته د کارخونې فعال ساتل هېڅ ګټه نه کوي.»

د تولیدي فابریکې مسوول حضرت‌الله احمدي وايي: « زموږ برېښنا اوس ډېر کمه ده، پخوا به زموږ برېښنا تقریبا ً ۲۴ ساعته وه، خو اوس یوازې ۳ ساعته برېښنا لرو. دې کمښت زموږ پر کاروبار ډېر منفي اغېز کړی.»

له بلې خوا، لسګونه ځوانان چې په دغو فابریکو کې پر کار بوخت وو، اوس بې کاره شوي دي.

دوی وایي، په هره فابریکه کې له ۴۰ تر ۲۰۰ کسانو کار کاوه، خو د برېښنا د کموالي له امله یوازې څو محدود کارګران په خپلو دندو پاتې دي.

د خان په نوم یو تن کارګر وايي: « د دې کارخونې له ۴۰ تنو کارګرانو څخه یوازې زه پاتې یم. که چېرې برېښنا ولرو، کارخونه به بېرته چالانه شي، کارګران به بېرته راشي او نور به هم پرمختګ وشي.»

د محمد په نوم یو بل کارګر وايي: « موږ پخوا له ۸ تر ۹ ساعتونو کار درلود، خو اوس مو کار کم شوی او ورسره زموږ اجوره هم کمه شوې؛ ځکه برېښنا نه شته او د کارخونې مالک ته ګټه نه کوي.»

د هلمند برېښنا ریاست مسوولین بیا وایي، په کجکې بند کې د اوبو کمښت له امله برېښنا پرې شوې او دا هغه ستونزه ده چې  ډېری وخت تکراریږي.

د دوی په خبره، اړوندو ادارو ته یې د ۲۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د جوړېدو طرحه وړاندې کړې او تمه لري چې نږدې راتلونکي کې یې عملي چارې پیل شي.

د هلمند برېښنا رییس هدایت‌الله محمد وايي: « موږ مرکز ته وړاندیز کړی او غوښتنه مو کړې چې موږ ته د سولري برېښنا ترتیب برابر کړي. دا چې مرکز له ډېرو شرکتونو سره قراردادونه کړي او په دې ترڅ کې موږ ته هم د ۲۰ مېګاواټو لمریزې برېښنا ژمنه راکړل شوې. د دې پروژې د جوړېدو وخت نه دی معلوم، خو موږ هڅه کوو څومره ژر چې کېدای شي، د مرکز لښکرګاه د استونیزو او صنعتي ښارګوټو لپاره د برېښنا غم وخورو. د دې سولري برېښنا کوټ نقشه، ډیزاین او برآورد مرکز ته استول شوي دي.»

هلمند چې خپله برېښنا د کجکي له بند ترلاسه کوي، په همدې تېره اوونۍ کې د اوبو د کمښت له امله له برېښنا بې ‌برخې شو.

د مسوولینو په خبره، تر هغو چې د بند اوبه ډېرې نه شي، د هلمند او کندهار لپاره برېښنا نه شي برابرېدای.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist