Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
رسنۍ: د داعش یو جګ پوړی غړی د پاکستان په کراچۍ ښار کې وژل شوی

رسنۍ: د داعش یو جګ پوړی غړی د پاکستان په کراچۍ ښار کې وژل شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/05

د المرصاد په نوم يوې رسنۍ د استخباراتي سرچينو له قوله راپور ورکړی چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د حسن په نوم د داعش خراسان څانګې يو جګ پوړی مشر وژل شوی.

د يادې رسنۍ په راپور کې دا نه دي ويل شوي چې نوموړی څنګه او د چا له خوا وژل شوی، خو د استخباراتي سرچينو په حواله یې زياته کړې چې د حسن وژل کېدل په کراچۍ د داعش او ځينو نورو ډلو موجوديت ثابتوي.

په راپور کې د سرچينو له ادرسه ويل شوي، حسن په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ځينو بريدونو ترسره کولو ته چمتووالی نيولی و.

د المرصاد په راپور کې زیاته شوې: « ناڅرګندو وسله ‌والو د پاکستان په بندري ښار کراچۍ کې د داعش خراسان ډلې یو لوړ پوړی قومندان په ډزو وژلی. وژل شوی کس چې په پراخه کچه د حسن په نوم پېژندل کېده، د دې ډلې یو له مشهورو فعالانو ګڼل کېده. که څه هم د داعش خراسان اصلي مرکز په بلوچستان کې دی، خو حسن د خیبر پښتونخوا له پېښور څخه و او د یوه روزل شوي او ځیرک فعال په توګه يې فعاليتونه کول او د دې ډلې په لویو عملیاتو کې ښکیل و.»

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د حسن وژل کېدو ته د پوښتنې په توګه اشاره کړې او ويلي يې دي چې نوموړی د داعش په ليکو کې څومره مهم و او په کراچۍ کې يې څه کول؟

خلیلزاد له دې وړاندې ادعا کړې وه چې داعش او ځينې نورې ډلې لا هم په پاکستان کې دي او ټينګار يې درلود چې دا هېواد باید په خپله خاوره کې د يادو ډلو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

د چارو شنونکي په پاکستان کې د يادو ډلو موجوديت يوازې د دې هېواد لپاره نه بلکې د ټولې سيمې لپاره ګواښ ګڼي او غوښتنه کوي چې پاکستان دې يې پر وړاندې پرېکنده عمل وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « نړیوال باید په دې اړه وضاحت وغواړي او پاکستان باید سپیناوی وکړي، ترڅو ښکاره شي چې ملامت او سلامت څوک دي. باید په ډاګه شي چې د دې ډلو ټپلو آدرسونه چېرې دي، روزنه او تمویل یې د چا له خوا کېږي.»

د حسن په نوم د داعش دغه مهم غړی داسې مهال په کراچۍ کې وژل کېږي چې همدا تېره مياشت د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف اعتراف وکړ چې هېواد يې تېرو څو لسيزو کې د لوېديځ په غوښتنه په افغانستان کې د ځينو وسله ‌والو ډلو ملاتړ کاوه.

ځينې شنونکي دېته په پام له ملګرو ملتونو غوښتنه کوي چې د سيمې امنيتي ثبات د دوام لپاره پر پاکستان فشارونه ډېر کړي.

د پوځي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « موږ باید اوس خپلې خاورې او هېواد ته متوجه شو، زموږ یې د خلیلزاد او نورو په خبرو او ادعاوو څه! دا ټولو ته معلومه ده چې پاکستان د ترهګرو ډلو ځاله او مرکز دی. پاکستان دغه ډلې له نړیوالو څخه د کرېډېټ اخستو لپاره جوړوي.»  

د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « د داعش ډله د پاکستان په داخل کې فعالیت لري او دې موضوع د سیمې او ګاونډ هېوادونو ته اندېښنې جوړې کړې دي. په پاکستان کې د دې ډلې موجودیت له پاکستان سره د نورو هېوادونو د مناسباتو خرابېدو سبب هم شوی دی.»

د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال د جنوري په۲۲مه د افغانستان حکومت امنیتي او تصفیوي کمیسیون کلني راپور کې ویلي و چې پاکستان په بلوچستان او قبایلو سیمو کې د داعش روزنه کوي او د دې ډلې هغه جنګیالي چې په سوریه او نورو هېوادونو کې پاتې دي، د کراچۍ او اسلام ‌اباد هوايي ډګرونو په وسيله پاکستان ته لېږدول کېږي او بيا په بلوچستان او پاکستان تر کنټرول لاندې خيبرپښتونخوا کې ځای پرځای کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist