Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

خلیلزاد: که عمران خان ژر ترژره خوشي نه شي، پاکستان ته به بدې پایلې ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/29

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي یوځل بیا د پاکستان له اوسني حکومت غوښتي چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان ازاد او د هغه د پلویانو غږ واوري.

زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی چې که د پاکستان حکومت د عمران خان پلویانو غږ وا نه ‌وري، ښایي منفي ولري. هغه دا څرګندونې په پېښور کې د تحریک انصاف ګوند وروستۍ جلسې ته په اشارې کړې. خلیلزاد زیاته کړې، د پاکستان حکومت باید د خپلو خلکو غوښتنو او سولې ته پام وکړي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي: « د تحریک انصاف ګوند وروستۍ جلسې ته په کتو چې په پراخه کچه خلکو په کې ګډون کړی و، دا ښکاري چې خلک غواړي نور عمران له بنده را خوشی شي؛ له هند سره جګړې هم دا حقیقت پټ نه ‌کړ. د پاکستان اوسني واکمنان باید د خپلو خلکو غږ واوري او درناوی یې وکړي. عمران خان باید ازاد کړای شي او ملي روغې جوړې ته کار وشي.»

دغه راز، خلیلزاد خبرداری ورکړی چې که د پاکستان اوسني واکمنان د خپلو خلکو غږ ته پام ونه ‌کړي، نو هلته به سیاسي بې ‌ثباتي نور هم زياته شي.

د چارو څارونکي بیا وایي، د پاکستان اوسنی سیاسي وضعیت له هر اړخه د بحران خواته روان دی او په خبره یې، که حکومت یې د خلکو غوښتنو ته پام ونه کړي، ښایي بدې پایلې ولري.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی په دې اړه وايي: « عمران خان له ټول ملت څخه استازیتوب کولی شي او د عمران خان ګوند هم کوم فامیلي ګوند نه دی بلکې یو ولسي ګوند دی. نو په دې اساس غواړي چې یو داسې څوک رامخکې شي چې د سیمې په کچه یوه ښه پالیسي تدوین کړي او مخ ته یې یوسي. زموږ نظر همدا دی چې د حکومت په سطحه باید بدلون راشي، ترڅو له افغانستان سره اړیکې جوړې کړي او په سیمه کې سوله او ثبات تأمین شي.» 

د چارو یو شمېر نور څارونکي بیا وایي، زلمي خلیلزاد د پاکستان حکومت ته یوه مشوره ورکړې، که یې ومني ښایي ډېرې ستونزې یې ورسره هوارې شي.

د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري وایي: « پاکستان ته د ښاغلي خلیلزاد دا توصیه چې عمران خان باید راخوشی شي او له پاکستانیانو سره ملي ډیالوګ پیل شي، زه فکر کوم تر ټولو غوره مشوره ده. که پاکستان غواړي خپل داخلي مشکلات حل کړي او د خپلو درېیو بحرانونو چې اقتصادي، امنیتي او سیاسي دي، د دوی غم وخوري؛ د پاکستان حکومت مجبور او مکلف دی چې له خپلو خلکو سره جرګې ته کېني.»

د ځینو بیا باور دا دی چې د پاکستان روان سیاسي وضعیت له بحراني حالت هم ور تېر شوی او که یې حکومت مخه ونه نیسي، هغه ورځ لرې نه ‌ده چې په پاکستان کې سیاسي بې ‌ثباتي لا پراخه شي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر په دې اړه وايي: « پاکستان د بې ثباتۍ خواته روان نه دی بلکې پاکستان بې ثباته دی. دا مهال اقتصادي ثبات نه لري، سیاسي او نظامي ثبات نه لري. بنا ً، ښاغلي خلیلزاد ښه خبره کړې چې حکومت یې باید د پاکستان د خلکو برحق غږ ته مثبت ځواب ورکړي.»

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکی عمران خان دوه کاله مخکې د ۲۰۲۳ کال د اګست په پنځمه په لاهور کې ونیول شو او د دې هېواد یوې محکمې د فساد قضیه کې په دری کاله زندان محکوم کړ.

په زندان کې د نوموړي دوو کلونو تېرېدو په مناسبت د اګست په پنځمه د نوموړي ګوند په ټول پاکستان کې د احتجاجونو اعلان کړی و. ځايي مسوولین وايي، د پېښور ښار په بېلابېلو سیمو کې به اضافي پولیس ځواک ځای پر ځای کړي.

د راولپنډۍ سیمې اډیاله نومي زندان په شاوخوا کې هم د اضافي ځواک ځای پر ځای کولو راپورونه ورکړل شوي؛ دا هغه زندان دی چې عمران خان په کې د بند موده تېروي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist