Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د تورغونډۍ بندر د پراختیا چاري پیل شوې

د تورغونډۍ بندر د پراختیا چاري پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/25

له ترکمنستان سره پر ګډه پوله پروت د هرات ولایت  د تورغونډۍ بندر د پراختیا عملي چارې پیل شوې.
د ټولګټو وزارت مسوولان وایي، دغه پروژه به د ترکمنستان هېواد په مالي ملاتړ د ۷ میلیونه امریکايي ډالرو په لکښت نږدې په ۵۰ جرېبه ځمکه کې عملي شي او تمه ده چې په یوه کال کې یې چارې بشپړې او ګټه اخستنې ته وسپارل شي.
د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین محمد اسحاق صاحب زاده وايي: « دوی به دلته د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت هنګرونه جوړوي. په دې سره به د سوداګرو لپاره په انتقالاتو کې اسانتیاوې جوړې شي. همدارنګه د توکو د وارداتو، صادراتو او خوندیتوب لپاره به هم سهولتونه رامنځته شي.»
د تورغونډۍ بندر په پراختیا، د هنګرونو او نورو اړینو تأسیساتو په جوړېدو سره به د صادراتو او وارداتو په کچه کې هم زیاتوالی راشي.
د هرات ځایي مسوولان وایي، د تورغونډۍ بندر له پراختیا سربېره، په دې ولایت کې د لسګونه نورو پراختیایي پروژو چارې هم رواني دي چې په بشپړېدو سره به یې هېواد کې اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.
هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار وايي: « د توکو د تخلیې او بارولو لپاره مو په ۵۰ جرېبه ځمکه کې د ځای جوړولو پرانستنه وکړه چې د یوه کال په موده کې به یې چارې بشپړې شي. همدارنګه د هرات – تورغونډۍ د رېل کرښې غځولو په اړه هم جدي خبرې روانې دي. د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د هرات، لوېدیځ زون او ټول افغانستان په سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصاد کې لوی انقلاب رامنځته شي.»

بله خوا، سوداګرهم په ټاکلي وخت د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد او چارو ته یې د رسېدنې په موخه د تورغونډۍ بندر پراختیا او هرات- تورغونډۍ ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو هرکلی کوي او زیاتوي چې له دې سره به سوداګریز فعالیتونه لا چټک شي.
سوداګر توریالی غوثي وايي: « دا کار د قېمت، وخت او مصونیت له پلوه زموږ د سوداګرو او هېواد په ګټه دی. موږ به وکولی شو چې په دې سره د خپلو صادراتو لکه وچې مېوې او قېمتي ډبرو د صادرولو کچه لوړه کړو.»
موټر چلوونکی غلام محمد وايي: « فساد له منځه تللی، له دې وړاندې به ځینې موټر بې له نوبت څخه بارېدل، خو اوس هېڅ یو موټر بې نوبته نه بارېږي. د اوس لپاره څه ستونزه نه لرو.»

د یادونې وړ ده چې تورغونډۍ بندر کې د اسلامي امارت او د ترکمنستان  د پلاوي ترمنځ ګډه ناسته کې د تورغونډۍ – هرات د اورګاډي پټلۍ د جوړېدو او له همدې لارې د سوداګریزې راکړه ورکړې پر زیاتېدو هم خبرې وشوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist