په مزارشریف ښار کې د ښاروالۍ له لوري د ۵۷۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د بېلابېلو پراختیايي پروژو عملي چارې روانې دي. مسوولین د یادو پروژو موخه د ښاري ښکلا ترڅنګ، خلکو ته اسانتیاوې برابرول او د ښاري خدمتونو ښه والی بولي.
د ښاروالۍ مسوولین وايي، د دغو پروژو له لارې به د سړکونو قیراچونه، د پلي تګ لارو جوړول، څلورلارو بیارغونه، د پارکونو پراخول او د اوبو د نویو کانالونو جوړول ترسره شي.
د دوی په وینا، دغه پروژې به نه یوازې د ښار بڼه بدله کړي بلکې د زرګونه ښاریانو ورځنۍ ستونزې به هم تر ډېره ورسره حل شي.
د مزارشريف ښاروالۍ ویاند مصطفی محمدي وايي: « د مزار ښاروالۍ په ۱۴۰۴ کال کې ۳۰ پروژې لري چې د ۵۷۱ میلیونه افغانیو په ارزښت به د ښار په مختلفو برخو کې پلې کېږي. په دغو پروژو کې د سړکونو په ګډون لویې پروژې شاملې دي.»
دغه پروژې چې د ١٤٠٤ لمریز کال لپاره پلان شوې دي، د مزار ښاروالۍ، سوداګرو او ځايي خلکو په مالي ملاتړ یې د ځینو چارې پیل شوې او ځينو نورو ګټه اخستنې ته سپارل شوې دي.
مزار ښاروالۍ چارواکي وايي، نن یې هم د ښار په څلورمه ناحيه کې د څه باندې ١٧ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه سړک د جوړولو چارې پیل کړې چې تر راتلونکو پنځو میاشتو به بشپړ او ګټه اخستنې ته وسپارل شي.
د مزارشريف ښاروالۍ ویاند مصطفی محمدي زیاتوي: « دا کومه پروژه چې نن پیل شوه او تاسو هم ولیده، پر سړک د قير اچولو پروژه ده چې عمومي اوږدوالی یې ۸۰۰ متره او سور یې ۱۰ متره دی او د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت به په ۵ میاشتو کې بشپړه شي. له دې سره به د سیمې خلکو ستونزې هوارې شي.»
ښاریان هیله لري چې دا پروژې په وخت او معیاري ډول بشپړې شي، ترڅو اوږدمهاله ګټه ترې واخلي. دوی همدا راز له دولتي چارواکو غواړي چې له تېرې ادارې د نیمه پاتې پروژو رغنیزې چارې هم پیل کړي.
د مزارشريف اوسېدونکی جعفر وايي: « دا سړک تر یوه کلینیک پورې غځېدلی او هغه کسان له ډېرو ستونزو سره مخ وو چې دغه کلینیک ته یې ناروغان راوړل. که څه هم ستونزې ډېرې دي، خو که دا سړک جوړ شي دا به ډېر ښه شي.»
د مزار شریف اوسېدونکی نواب خان وايي: « د دې سړک له جوړېدو سره به ښار بیروبار کم شي. له دولت غوښتنه کوو چې ټولې نیمه پاتې پروژې بشپړې کړي.»
د چارو د شنونکو په باور، د مزار شریف ښار کې د دې ډول پروژو پلي کېدل د سیمې د اقتصادي، ټولنیز او ښاري پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري او کولی شي په راتلونکو کلونو کې د لا زیاتو پانګونو زمینه هم برابره کړي.