Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان هوايي ځواکونود خیبرپښتونخوا په تيرا کې پر عامو خلکو بمبار کړی

د پاکستان هوايي ځواکونود خیبرپښتونخوا په تيرا کې پر عامو خلکو بمبار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/24

د پاکستان جنګي الوتکو د خيبرپښتونخوا په تيرا کې د ترهګرۍ ضد عملياتو په پلمه يو ځل بيا د عامو خلکو کورونه بمبار کړي.

په خواله رسنيو کې د يادو بمباريو په اړه خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د تیرا اوسېدونکي په کنډواله شویو کورونو کې تر خاورو لاندې شویو کسانو پلټنه کوي.

د راپورونو پر بنسټ، په دې هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۵ کسانو ژوند بایللی او پنځه کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

له دې بمباریو سره سم، د خیبرپښتونخوا مطرحو سیاستوالو دا بریدونه په سختو ټکو غندلي او له خلکو سره له مشورو وروسته یې د پاکستان حکومت پر وړاندې په پرېکنده دریځ نيولو او ځواب ورکولو ټينګار کړی. 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي: « د پي ټي اېم مسوولین تیرا ته رسېدلي او لا هم تر کنډوالو لاندې مړي را ایستل کېږي. د سیمې له خلکو سره له مشورې وروسته به د هر ډول مقاومت ملاتړ وکړو. موږ له ټولو پښتنو او په ځانګړي ډول زده کړیالانو غوښتنه کوو چې د دې ظلم پر وړاندې سره یو شي.»

د دې ترڅنګ، د پاکستان تحریک انصاف ګوند مهم غړي چې د یادو بریدونو له امله یې د پراخو لاریونونو ترسره کولو خبر ورکړی زیاته کړې ده چې که په خیبرپښتونخوا کې خواره واره پښتانه د دې ظلمونو پر وړاندې متحد نه شې، د ورته پېښو دوام به یې نور هم وځپي.

د تحریک انصاف ګوند غړی اقبال اپریدی وايي: « زموږ دا مسوولیت دی چې د دې ظلم پر وړاندې ودرېږو. موږ به په ملي شورا کې هم د دې ظلم خلاف غږ پورته کوو، موږ له چا نه ډارېږو او نه پټېږو.»

د راپورونو پر بنسټ، د پاکستان حکومت یو میاشت وړاندې هم په لکي مروت او باجوړ کې د سربه کف په نوم پوځي عملیاتو له امله ګڼو عامو خلکو ته مرګ ژوبله واړوله او سلګونه کورنۍ یې بې ځایه کېدو ته اړې کړې.

د چارو شنونکي په تيرا او نورو قبايلي سيمو کې وضعيت د پاکستان له لوري ترسيم شوی ګڼي او وايي، پاکستاني حکومت پر جکړې سربېره ځايي اوسېدونکي په فرقه‌ يي جګړو کې هم ښکېل کړي او غواړي په دې توګه يادو سيمو کې خپل اهداف ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « پاکستان په کور دننه ډېرې ستونزې او مشکلات لري، دوی په تیرا، باجوړ او نورو سیمو کې د شیعه او سني په نوم خلک وجنګول، خو کله چې هغه خلک په حقیقت پوه شول، نو دوی مخامخ هوايي بریدونه ورباندې پيل کړل. تېره ورځ یې په دغو بریدونو کې لسګونه ماشومان، ښځې او بوډاګان وژلي او ژوبل کړي دي. پاکستان دا مهال ډېرې ستونزې لري او اوس ورسره د دې ستونزو د کنټرول وس هم نه شته.»

بله خوا، د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان چې اوس مهال په زندان کې دی، یو ځل بیا د پاکستان حکومت په امنیتي، سیاسی او اقتصادي برخو کې ناکام بللی او د دې هېواد په قومي اسمبلې کې يې د خپل ګوند له استازو غوښتي چې یادې اسمبلۍ ته له ورتګ ډډه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist