Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اوسپنې وېلې کولو اتحادیه: افغانستان د اوسپنې تولید له پلوه ځان بسیا شوی

د اوسپنې وېلې کولو اتحادیه: افغانستان د اوسپنې تولید له پلوه ځان بسیا شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/17

د افغانستان  د اوسپنې وېلې کولو اتحاديې مسوولان وايي، تېر کال ۲۱۰ زره ټنه اوسپنه ترکمنستان او پاکستان ته صادره شوې ده.

مسوولینو په همدې تړاو، خوست کې د اوسپنې وېلې کولو د یوې نوې نمايندګۍ پرانستغونډې ته د خبرو پرمهال زیاته کړه، دا مهال په افغانستان کې د اوسپنې وېلې کولو ۴۵ لويې کارخونې فعالې دي.

د اوسپنې وېلې کولو اتحادیې اجراییوي رییس عبدالنصیر رښتیا وايي: « موږ په افغانستان کې د اوسپنې وېلې کولو ۴۵ فابریکې لرو چې په کې آهن ګاډر، انګلارن او چینل تولیدېږي او په راتلونکي کې پلان لرو چې ورقي آهن او آهن څادر هم تولید کړو. د اوسپنې وېلې کولو په سکټور کې ۵۰۰ میلیون ډالره پانګونه شوې، ۲۰ زره تنه په کې په مخامخ او له ۵۰ زرو ډېر په غیر مستقیمه توګه په کې په کارونو بوخت دي.»

د نوموړي په خبره، د اوسپنې وېلې کولو په دې کارخونو کې بېلابېل اوسپنيز توکي توليديږي. د ده په خبره، تېر کال۱۵۰ زره ټنه اوسپنه ترکمنستان او ۶۰ زره ټنه پاکستان ته صادره شوه. ریښتیا وړاندې وویل، دا مهال افغانستان د اوسپنې له پلوه پرځان بسيا دی او په دې برخه کې د وارداتو کچه صفر ته رسېدلې ده.

عبدالنصیر رښتیا په دې اړه وايي: « زموږ تولیدات له نړیوالو معیارونو سره سمون لري. ګاونډي هېوادونه له موږ سره د کیفیت او معیار په لحاظ رقابت نه شي کولی، اوس زموږ یوازینی سیال د روسیې هېواد دی. افغانستان دا مهال د اوسپنې په برخه کې مطلق ځان بسیا دی او عملا ً ترکمنستان ته صادرات هم لرو.»

د خوست اوسېدونکي بيا په هېواد کې د اوسپنې وېلې کولو په شمول د توليدي فابریکو زياتوالي ته له دې امله خوښ دي چې ګڼو بې روزګاره ځوانانو ته به په کې د کار کولو فرصتونه برابر شي.

د خوست یو تن اوسېدونکی عارف شاه وايي: « انشاالله د دې نمایندګۍ په پرانستنې سره به د خوست په ښکلا، پراختیا او بیا رغونه کې برخه واخیستل شي او خلکو ته به مستقیم او غیر مستقیم کارونه برابر شي.»

د مسوولانو د معلوماتو له مخې، تمه کېږي په نږدې راتلونکي کې د اوسپنې وېلې کولو په يادو کارخونو کې د اورګاډي پټلۍ او آهن څار هم توليد شي.  

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist