Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لوړ رتبه ایراني پلاوی پر سوداګریزو او اقتصادي مسایلو خبرو لپاره کابل ته راغلی

لوړ رتبه ایراني پلاوی پر سوداګریزو او اقتصادي مسایلو خبرو لپاره کابل ته راغلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/16

د دوشنبې په ورځ د ایران د سوداګرۍ صنعت او کانونو وزیر په مشرۍ لوړ پوړی اقتصادي او سوداګریز پلاوی کابل ته راغلی.

دغه پلاوی به د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلا بېلو برخو کې د شته ستونزو پرحل خبرې وکړي او همدا راز به د کابل او تهران ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا او ټرانزیټ او ګډې پانګوونې په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په موخه له افغان چارواکو سره لیدنې ولري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « افغانستان ته د ایران اسلامي جمهوریت د پلاوي سفر موخه د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو پېژندل او د ګډ ټرانزیټ او پانګونې لپاره د اسانتیاوو برابرونه ده.»

په ورته مهال، د ایران د سوداګرۍ، صنعت او کانونو وزیر چې د ایراني پلاوي مشري هم کوي وايي، افغانستان یې ګاونډی او ورور هېواد دی او له افغان چارواکو سره به د لیدنې پرمهال د سوداګریزې راکړه ورکړې پر پراختیا خبرې وکړي.

که څه هم کابل ته راغلي ایراني پلاوي مشر په مشخصه توګه څرګنده نه کړه، خو زیاته یې کړه چې تمه لري له افغانستان سره په نورو برخو کې هم اړیکې ټینګې او پراخې شي.

د ایران د سوداګرۍ، صنعت او کانونو وزیر سید محمد اتابک وايي: « هوډ لرو د افغانستان له دولتي چارواکو سره په لیدنو کې د راکړه ورکړې د سطحې لوړولو او دغه راز د خپلمنځي اړیکو ارتقا په برخه کې ترسره شوي کارونه تعقیب کړو او دغه راز نوي پروګرامونه هم ولرو، ترڅو دا دواړه هېوادونو په هره برخه کې یو بل ته ګټه ورسوي. همدانګه هڅه کوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې لوړولو لپاره ښه ګامونه پورته کړو؛ ځکه دا زموږ د دولت سیاست دی. که څه هم په دې برخه کې ډېرې هڅې شوې، خو موږ به بیا هم هڅه وکړو چې ټاکل شوي اهداف عملي شي.»

اقتصاد پوهان بیا له ایران د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا د افغانانو په ګټه بولي او زیاتوي چې دغه چاره کولی شي د افغانستان د صادراتو کچې په لوړوالي هم مثبت اغېز ولري او ورسره به یې اقتصاد هم لوړ شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « افغانستان له ایران سره په اقتصادي او ځانګړې توګه سوداګریزه او سیاسي برخو کې ښې اړیکې لري. د ایران حکومت د اسلامي امارت د حکومت په راتګ سره خپل لارې خلاصې پرېښودې، افغانانو ته یې وېزې بندې نه کړې، زموږ په ټرانسپورټ او ټرانزیټ کې ستونزې را نه غلې او له همدې امله په سختو شرایطو کې چې کله افغانستان له قحطۍ او قېمتۍ سره مخ و، زموږ تجارت ونه درېده او دواړو هېوادونو ښه ګټه ترې پورته کړه. زموږ اکثریت فابریکې د ایران په خامو موادو چلېږي او د سوونو میلیون ډالرو تجارت مو اوس میلیاردونو ډالرو ته لوړ شوی دی.»

د تېرو څلورو کلونو په موده کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزې راکړه ورکړې کچه په کلني ډول له سونو میلیون ډالرو څخه شاوخوا درې میلیارد ډالرو ته پورته شوې، خو د دې سوداګرۍ زیاته برخه واردات جوړوي چې تر ډېره نفتي او ساختماني توکي په کې شامل دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist