تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې د امنيتي وضعيت په کابو کولو کې د پاکستان پاتې راتلو ته د امريکا ځينو پخوانيو چارواکو پام ور اوښتی.
د افغانستان سولې لپاره د ياد هېواد پخواني ځانګړي استازي تجويز کړی چې پاکستان دې د زور کارولو په ځای تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې د امنيت د ټينګښت لپاره له تحريک طالبان پاکستان(ټي.ټي.پي) سره خبرې وکړي او دواړه متخاصم اړخونه دې د خبرو مېز ته له کېناستو سره، د ستونزې سياسي حل پيدا کړي.
نوموړي له روښانه کولو پرته دا وړانديز هم کړی چې په دې کار کې دې د افغانستان حکومت هم له پاکستان سره تسهيلاتي همکاري وکړي.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي: « د پاکستان پوځ او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ په جګړو کې د پام وړ پوځيان او عام وګړي وژل شوي. پاکستان تېروتنه کوي چې ګني له پوځي لارې حل ته رسېدلی شي او دا يوه اغېزناکه تګلاره هم نه ده. اوس د دې وخت دی چې ستراتېژي بدله او مذاکرات وکړي.»
نوموړي ټينګار کړی چې د پاکستان چارواکي بايد له خپلو تېرو تجربو دا زده کړي چې له ناورين ځان او سيمه څنګه وژغوري.
د سیاسي چارو شنونکي پر همدې نظر دي او وايي، پاکستان دې له ټي.ټي.پي سره د مذاکراتو له لارې خپلې ستونزې حل کړي، کنه نو د زور کارول ښايي د ګټې په ځای تاوان وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « هرڅومره چې دا جګړه اوږدېږي، له ټيټيپي سره خواخوږیږي زیاتېږي، ملاتړ یې ډېرېږي او لا پياوړی کېږي. حتا د دې امکان هم شته چې د زور یا نورو لارو په وسیله ټيټيپي د نړۍ ملاتړ هم ترلاسه کړي. پاکستان لاهم وخت لري چې له ټي ټي پي سره خبرو ته کېني، د هغوی غوښتنې واوري او جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي.»
ځینې نور شنونکي بيا په دې باور دي چې تر هغو پاکستان د ترهګرۍ له تمويل لاس په سر نه شي، د امنيت ټينګښت لپاره د دې هېواد هر ډول سياسي هڅو پايله به صفر وي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « د افغانستان او نورو هېوادونو په تړاو بېځایه بهانې یوازې تهمت دی، حال دا چې د پاکستان نظامیان باید د امنیتي ننګونو د حل لپاره له خپلو سیاسي مخالفانو سره خبرې وکړي او یوه تفاهم ته سره ورسېږي.»
دا داسې مهال ده چې د پاکستان جیونیوز ټلویزيون راپورو ورکړی چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان به راتلونکې اوونۍ کابل ته سفر وکړي، ترڅو اوسني حکومت ته د ټي.ټي.پي په تړاو د پاکستان جدي اندېښنې ورسوي.