Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
برادر: د طوطي میدان ګازو استخراج به د ګازو له پلوه هېواد ځان بسیاینې ته نږدې کړي

برادر: د طوطي میدان ګازو استخراج به د ګازو له پلوه هېواد ځان بسیاینې ته نږدې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/15

د جوزجان طوطي میدان ګازي ساحې استخراج چارې د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې پیل شوې.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند دغه مراسموکې د خبرو پرمهال د طوطي میدان ګازي زېرمو پرانسته د هېواد اقتصادي پرمختیا کې مهم ګام وباله او زیاته یې کړه چې دا پروژه به د کورنیو اړتیاوو پر پوره کولو سربېره، صادراتو ته هم زمینه برابره کړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي: « د دې مهمې پانګونې له امله به ډېرو هېوادوالو ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شي، په کور دننه به د ګازو داخلي تقاضا ته ځواب ووایي، پر وارداتي ګازو او برېښنا به د هېواد تکیه راکمه کړي، د اسعارو د خروج مخه به ونیول شي او په تدریجي توګه به بهر ته هم د ګازو صادرولو زمینه مساعده شي.»

د دې ګازي زېرمو استخراج  قراداد یو کال وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی و.

دا ګازي زېرمې چې چارواکې یې د هېواد اقتصادي ځان بسیاینې لپاره مهمې بولي، چارواکي د قراردادي شرکت له مسولینو غواړي چې استخراج یې په مسلکي او معیاري ډول ترسره کړي.
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري وايي: « د جوزجان ولایت د طوطي میدان د ګازو بلاک چې شاوخوا ۷ زره ۵۰۰ کیلومټره مساحت لري، په کې۵۰ ساختماني جوړښتونه تثبیت شوي او شاوخوا ۳۰ ژورڅاه ګانې په کې شته دي.»

د قراردادي شرکت مشاور محمد ګل خلمي وايي: « د اکتشاف په لومړي پړاو کې چې ۳ کاله به ادامه ولري، له ۴۵۰۰ کیلومټره مربع څخه ډېره ساحه به سروې کړو او ۲ کړۍ نوي څاه ګان به هم وکیندو.»

په همدې حال کې ازبېکستاني لوری افغانستان سره د اړیکو د پياوړتیا ډاډ ورکوي.

د افغانستان لپاره د ازبېکستان د ولسمشر ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشیف وايي: « هغه ټولې پروژې چې په دې موده کې لاسلیک شوې دي، څرګندوي چې د افغانستان حکومت له خپلو کاني زېرمو څخه په سمه توګه ګټه اخلي. موږ د یوه ښه ګاونډي هېواد په توګه چمتو یو چې له خپلو افغان وروڼو څخه ملاتړ وکړو.»
د بلخ ځايي چارواکي هم په هېواد کې د پانګونې لپاره د زمینې پر برابرېدو خوښ دي او د یادې برخې د پياوړتیا هیله يې ښودلې.

د بلخ والي محمد یوسف وفا وايي: « په ټولو سوداګرو او پانګوالو غږ کوو چې خپل وطن ته راشي، موږ به دلته د خدمت هر ډول زمینه ورته برابره کړو. موږ دا ژمنه کړې وه چې اشغال به ختم او شرعي نظام راولو او له هغه وروسته به د خپل ولس خدمت کوو. دا زموږ اسلامي وجیبه ده چې د خپلو خلکو خدمتو وکړو.»

د یادونې وړ ده چې آمو دریا نفتي حوزه په سرپل او جوزجان ولایتونو کې د نفتي موادو پراخې زیرمې لري چې دا مهال ترې نفت استخراجیږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د آمو دریا په قشقري، انګوت او حق دریا سیمو کې د نفتي موادو٢٥ څاګانې فعاله دي چې هره ورځ ترې شاوخوا ١٣٥٠ ټنه نفت استخراجېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist