Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/04

له ګاونډیو هېوادونو او په تېره له ایرانه د کډوالو د ستنېدو له زیاتېدو سره هم مهاله، په هرات کې د استوګنیزو کورونو د جوړولو بهیرهم مخ پر چټکېدو دی.

د دې ولایت سیمه ‌ییز چارواکي وايي، د کډوالو په راستنېدو سره ګڼه ‌ګوڼه او د ودانیو جوړولو لړۍ زیاته شوې ده چې له امله يې د ښار د ځینو ناحیو ساحې پراخې کړې دي او د دوو نویو ناحیو د جوړېدو طرحه هم تصویب شوې ده.

د هرات کور او ښار جوړونې رییس عبدالله اکبري وايي: « د ښارونو پراختیا د ماسټر پلان او نورو ښاري پلانونو جوړولو ته اړتیا لري. په تېرو دوو اوونیو کې د هرات ښار لپاره د دوو نویو ۱۶ او ۱۷ ناحیو د جوړېدو امر ترلاسه کړی چې یوه به یې ۹ کیلومټره او بله به یې ۱۸ کیلومټره مربع مساحت ولري.»

د هرات د ښاروالۍ ویاند محمد ناصر ارمل وايي: « له ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو څخه چې کوم کډوال راستانه شوي، ورسره هرات ښار کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې او له امله یې د نویو ودانیو جوړولو کار خورا زور اخیستی. د هرات ښار ټولې ناحیې د پلان له مخې جوړې شوې او اوسمهال نوې ودانۍ که هغه استوګنیزې دي یا تجارتي، د پلان له مخې جوړېږي.»

هرات کې د ودانیو جوړولو له ډېرېدو سره د یو شمېر ساختماني توکو د کاروباریانو کارونو هم وده کړې.

دې برخه کې تازه راستنو شویو هم پانګونه پيل کړې او د نورو بې رزوګاروو کسانو لپاره یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.

د ساختماني بلوکو جوړولو کارخونې خاوند فریدون وايي: « دا کار مې ایران کې زده کړی او هلته مې څو کاله کار کړی. کله چې له ایران را واړول شوم، په دې کارخونه مې پانګونه وکړه. تقریبا ً ۳.۵ تر ۴ سوه زرو افغانیو مې پانګونه کړې.»  

د ساختماني بلوکو جوړونکی محمد صادق وايي: « ما شپږ کاله په ایران کې د ساختمان او ولډینګ کارۍ کار کړی. کله چې شپږ میاشتې وړاندې را واړول شوم، بېرته مې خپل پخواني کار ته مخه کړه. اوس مې خپله کورنۍ هم راغوښتې ده او ټول هرات ښار کې اوسېږو.»

بله خوا، یو شمېر کسان چې د کډوالو له خوا ورته د کار زمینه برابره شوې، خوښ دي او په بېلا بېلو برخو کې  د لا ډېرو کاري فرصتونو غوښتنه کوي.

کارګر شعارالله وايي: « زه له بادغیس ولایت څخه دلته د کار لپاره راغلی یم، د خدای فضل دی اوس کار لرم. زه ایران کې له پرتو مهاجرینو غواړم چې راشي پانګونه وکړي، ترڅو هم خپله او هم نور ورسره په کار شي.»

کارګر شمس الدین وايي: « د خدای شکر دی خپل هېواد کې کار پیدا کېږي، له بل هېواد مې هېڅ ګټه نه ده لیدلې. له نورو هم غوښتنه کوم که پیسې لري، راشي دلته پانګونه وکړي او نورو خلکو ته هم د کار زمینه برابره کړي.»

دا په داسي حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو بشري استوګنې پروګرام د هرات ښار چټکې پراختیا او بڼې بدلېدو په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری ورکړی چې له پلان جوړونې پرته دا چټکه پراختیا د نفوس د زیاتوالي، ناخوندي کورونو او د خدمتونو د کمښت لامل کېدای شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist