د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وږي په ۹مه په بغلان ولایت کې د غوري سیمنټو د درېیمې فابریکې جوړېدو چارو د پيل پرانسته وکړه.
د رياست الوزرا اقتصادي مرستیال پرانستغونډې ته خبرو کې صنعتي پرمختګ د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره حياتي بولي.
نوموړي دا څرګندونې په بغلان کې د سمنټو د يوې لویې فابریکې جوړېدلو د پرانستې پرمهال کړې او زياته کړې يې ده چې صنعتي فابريکې نه يوازې په هېواد کې د توليد ځواک پياوړی کوي بلکې د ملي اقتصاد په وده کې هم مهم رول لوبوي.
نوموړی ډاډ ورکوي چې د دې نوې فابریکې د فعالیت له پيل سره به د سمنټو اړتیاوې په کور دننه پوره، د اسعارو مصرف به کم، کار فرصتونه به زیات او د سمنټو بیې به ثابتې شي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر زیاته کړې: « د غوري سیمنټو د درېیمې فابریکې د تولید په پيل سره به د هېواد کې د سمینټو اړتیا لویه برخه په کور دننه پوره شي، صنعت به پراختیا پيدا کړي، له هېواد څخه به د اسعارو وتلو مخنیوی وشي، د ودانیزو چارو په تسهیل او تسریع او د سیمنټو په نرخ کې به ثبات رامنځته شي. ډېرو هېوادوالو ته به کار پیدا او په لویه کې به د صنعتي افغانستان پر لور مهم ګام واخیستل شي.»
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د غوري سیمنټو د درېیمې فابریکې له مسوولینوغوښتي چې د یادې فابریکې چارې له منل شویو معیارونو سره سمې په پوره صداقت پرمخ یوسي او له هر ډول کاري او تخنیکي غفلت څخه ډډه وکړي.
په بغلان کې د چارواکو له لوري تازه پیل شوې فابریکې جوړولو لپاره ۸۶.۷ میلیون ډالره بوديجه په پام کې نيول شوې او چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.